کوټه ګلیډیېټرز او کراچۍ کېنګز لوبډلې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې د مارچ ۲۷مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې لاهور قلندرز حیدراباد کېنګزمین ته په ۶۹ منډو ماتې ورکړه.
په قذافي لوبغالي کې د مارچ پر ۲۶مه لاهور په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په زیان ۱۹۹ منډې وکړې. په ځواب کې د حیدراباد کېنګزمین ټوله لوبډله په ۲۰ اوورونو کې په ۱۳۰ منډو وسوځېده.
پاکستان کرکټ بورډ د مارچ پر ۲۲مه وویل چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې او کړکېچ په غبرګون کې د حکومتي کفایت شعارۍ له مخې د سیالیو پلان بدلوي او لومړنۍ لوبې به په لوبغالو کې بې له نندارچیانو ترسره کېږي.
کرکټ بورډ داراز ویلي دي چې ټولې سیالۍ به اوس د هېواد د شپږو لوبغالو پر ځای یوازې په لاهور او کراچۍ کې ترسره کوي.
د پي اېس اېل په سږنیو سیالیو کې دوه نوې لوبډلې حیدراباد کېنګزمین او راولپېنډيز او شپږ نورې لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلیډیېټرز، لاهور قلندرز، کراچۍ کېنګز، اسلام اباد یونایټېډ او ملتان سلطانز برخه اخلي.
د مارچ پر ۲۸مه پېښور زلمي او راولپېنډيز او ورپسې بیا ملتان سلطانز او اسلام اباد یونایټېډ له یو بل سره سیالي لري.
د پاکستان سوپر لیګ ۱۱م پړاو سیالۍ د مارچ پر ۲۶مه پیل شوې دي چې د مې تر درېیمې به روانې وي.
لاهور قلندرز لوبډلې په ۲۰۲۵ز کال کې د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو سیالیو په پایلوبه کې کوټه ګلیډیېټرز ته په شپږو وېکټو په ماتې ورکولو جام ګټلی وو.