د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کلا عبدالله په ګلستان سيمه کې د ۲ قبیلو ترمینځ شخړه کې ۳ کسان وژل شوي، ۵ ژوبل دي

د بلوچستان د ګلستان سيمې بازار ـ انځور له ارشيفه
د بلوچستان د ګلستان سيمې بازار ـ انځور له ارشيفه

د بلوچستان پولیس وايي، د هغې صوبې د کلا عبدالله ضلعې په ګلستان سيمه کې د دوو قبیلو ترمینځ د اوبو د ټیوب وېل پر سر د شخړې له امله درې کسان وژل شوي او پینځه نور ژوبل شوي دي.

د کلا عبدالله د پولیسو مشر اطهر رشید د مارچ پر ۲۴مه خبریالانو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه رامينځ ته شوې ده او ژوبل کسان د کلا عبدالله ځايي روغتون ته رسول شوي دي.

د سیمې مرستیال انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) منور حسن مګسي ويلي دي چې پولیسو د ښکېلو خواوو ترمینځ ډزې درولې دي او د پېښې پلټنې کوي.

ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې ه هغه سيمه کې د ځمکې پر سر د دوو قبیلو ترمینځ له تېرو دوو لسیزو راهیسې لانجه روانه ده او تر دې وړاندې هم په نښتو کې د دواړو خواوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG