د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې پر تاڼې برید کې ۳ پولیس ژوبل شوي دي

پولیس وايي برید په منځنۍ کورمه کې شوی دی.
پولیس وايي برید په منځنۍ کورمه کې شوی دی.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې پر تاڼې په وسلوال برید کې درې پولیس ژوبل شوي دي.

په سیمه کې د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې یوشمېر وسلوالو د مارچ پر ۲۲مه سهار مهال د منځنۍ کورمې پر مرغانو تاڼې برید وکړ چې له کبله یې نښته پیل شوه او سرتېري ژوبل شول.

دی وايي، پولیسو تر پېښې وروسته سیمه په ولکه کې اخیستې ده.

پولیسو دا نه دي ویلي چې ایا په نښته کې وسلوالو ته هم زیان اوښتی دی او که نه.

داراز، پر تاڼې د برید ذمه واري هم چا نه ده منلې.

او نه هم کومې وسلوالې ډلې تراوسه په دې اړه څه ویلي دي.

له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې د شمالي وزيرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

د خيبر پښتونخوا اوسېدونکو هلته د ناامنيو پر ضد وخت په وخت مظاهرې هم کړې دي.

اخوا حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG