د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران دوبۍ ته نېږدې پر تېل لېږدوونکې بېړۍ برید کړی دی

د منځني ختیځ کړکېچ پر هرمز تنګي د تېل لېږدونکو ټانکرونو تګ راتګ ډېر اغېزمن کړی دی. (انځور: ارشیف)
د منځني ختیځ کړکېچ پر هرمز تنګي د تېل لېږدونکو ټانکرونو تګ راتګ ډېر اغېزمن کړی دی. (انځور: ارشیف)

ایران د دوبۍ په څنډو کې پر یوې لویې تېل لېږدوونکې بېړۍ برید کړی دی.

رویټرز خبري اژانس او ګڼې نړیوالې رسنۍ خبر ورکوي چې دا برید د مارچ پر ۳۱مه په داسې حال کې شوی دی چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ایران ته ګوتڅنډنه کړې ده چې که د هرمز تنګی نه پرانیستل شو نو د ایران د انرژۍ پر مرکزونو به بریدونه پیل کړي.

راپورونه وايي چې د کویت تر بېرغ لاندې په "السلامي" بېړۍ کې اومه (خام) تېل لېږدول کېدل او دا د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې راهیسې، چې د ایران پر ضد د امریکا او اسراییلو بریدونه پیل شوي او ایران هم ځوابي حملې کوي، پر سوداګریزو بېړیو د حملو تازه کړۍ ده.

د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، سره له دې چې په بېړۍ کې سپره ۲۴ کسیزه عمله خوندي ایستل شوې او چاته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې خو د ایران له خوا په ترسره شویو ډرون بریدونو کې بېړۍ ته تاوان رسېدلی او د تېلو د احتمالي توییدنې اندېښنې یې پارولې دي.

رویټرز اژانس لیکي، په منځني ختیځ کې روانې جګړې تر دې مهاله زرګونه کسان وژلي، د انرژۍ رسد یې له خنډونو او نړیوال اقتصاد یې له ناببره بحرانونو سره مخامخ کړی دی.

امریکا او اسراییلو د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې پر ایران حملو ته دوام ورکړی دی او تهران یې په ځواب کې پر اسراییلو او په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو د توغنديو او ډرون بريدونه جاري ساتلي دي.

په سیمه کې دې وضعیت د جګړې پراخېدو اندېښنې زېږولې دي او له کبله یې د تېلو بیې خورا لوړې شوې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د امریکايي او اسراییلي حملو تر پیلېدو وروسته په سمدستي ډول په منځني ختیځ کې د جګړې درولو غوښتنه کړې وه.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG