د سپېن په ميډريډ ښار کې نن د فرورۍ په دولسمه د هغو دولسو کسانو مقدمه پېل شوې ده چې په ۲۰۱۷ کال کې يې له سپېن څخه د کېتلان سيمې د بېلولو کوښښ کړی وو.
په دې کسانو کې پخواني وزيران او وزيرانې، د کېتلان سيمې د پارليمان سپېکر او د ازادۍ غوښتنې د تحريک ځينې مشران شامل دي. پر دوی د ياغېتوب، د حکومتي فنډونو څخه شخصي مقصدونو لپاره ګټه اخيستل او خلک بلوا ته هڅولو تورونه دي. دوی ټول دا تورونه ردوي.
په دې اړه د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه يو ريفرنډم يا ټول پوښتنه شوې وه چې پکې اکثرو رايو ورکوونکو د کېتلان سيمې ازادۍ ملاتړ کړی وو. خو د سپين د آيين عدالت دا ټول پوښتنه له دې کبله باطله وګرځوله چې په وېنا يې لږو خلکو پکې برخه اخيستې وه.
نن د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې موټرسايکل سپرو وسله والو پنځه پوليس وژل شوي دي.
د ډېره اسماعيل خان پوليسو يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط نن مشال راډيو ته وويل چې په دې حمله کې دوه لارويان زخميان شوي دي او بريد کوونکي تښتيدلي دي. په وژل شوو کې يو ايس، ايچ، او هم شامل دی.
خو د ډېره اسماعيل خان هسپتال يو ډاکټر فريد الله مسود مشال راډيو ته وويل چې درې زخمي پوليس دوی ته وروړل شوي چې تر درملنې لاندې دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.
د ښار د پولیسو ویاند مندیپ سېنګ رنډوا وايي، نن[د فبرورۍ پر ۱۲مه] سهار، ارپیټ پیلس په نوم په دغه هوټل کې د اورلګېدنې له وجې لږ تر لږه څلور نور کسان ژوبل شوي هم دي.
د اور وژنې د ادارې یو افسر وجی پاول وايي، له دغه پنځه پوړیز هوټله ۳۵ نور کسان خوندي ویستل شوي دي.
په هند کې د حفاظتي معیارونو د کمزورتیا او د قوانینو د نه پلې کېدو له وجې د اور لګېدنې پېښې معمول ګرخېدلې دی.
دوی له حومته غوښتنه کوله چې له تېرو اتو میاشتو څخه د دوی ځنډېدلي معاشونه دې ورکړل شي.
دوی د جنوبي وزیرستان د مرستیال کمېشنر د دفتر دروازه هم د احتجاج په ډول تر څه ساعته پورې تړلې وه.
خو بل پلو د جنوبي وزیرستان ضلعې مرستیال کمېشنر یوسف علي مومند مشال راډیو ته وویل چې د دغو خاصدارو سرتېرو د معاشونو خواست یې سافران وزارت ته کړی او دوی هیلمن دي چې د دوی ستونزې به ژر هوارې شي.
حضرت مجددي جهادي مشر و او د د داکتر نجیب الله له واکمنۍ وروسته دوه میاشتې د افغانستان د موقت دولت مشر پاتې شو.
نوموړی د اساسي قانون د لویې جرګې مشر او دغه شان د مشراو جرګې رئیس پاتې شوی و.
حضرت مجددي په مصر کې زده کړې کړې وې.
د نوموړي کورنۍ ویلي چې د ده جنازه به د فبرورۍ پر ۱۳مه په ورځ د کابل په عاشقانو او عارفانو سیمه کې د ده په پلرنۍ هدیره کې خاور ته وسپارل شي.
يوغور مسلمانانو پر چين غږ کړی چې د هغو کسانو ويډيو دې خپرې کړې چې د حکومت په زندانونو او کمپونو کې ورک شوي دي.
پر ټولنيزو مطبوعاتو يا سوشل ميډيا دا غږونه د فرورۍ په دولسمه تر هغې وروسته راپورته شول چې د چين سرکاري مطبوعاتو د يو يوغور موسيقار عبدالرحيم حيات ويډيو خپره کړه. حيات د قېد پر مهال مړ شوی وو. معلومه نه ده چې دا ويډيو کله جوړه شوې وه.
اوس يوغور مسلمانان وايي چين دې د زرګونو هغو نورو ويډيو هم خپرې کړې چې غېب کړل شوي دي.
پر چين د يو غور مسلمانانو سره د مبيينه تعصبي او خراب سلوک له کبله د نړيوالو نيوکې او فشارونه ډېر شوي دي. ملګرو ملتونو تېر کال وويل چې چين خوا او شا يو ميليون يوغور مسلمانان د سخت دريځۍ ضد مرکزونو کې قېد کړې دي. چين وايي دا مرکزونه تعليمي ادارې دي.
هغه هلته د عراقي چارواکو او د امريکا پوځي قوماندانانو سره په عراق کې د امريکايي ځواکونو د راتلونکې په اړه خبرې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې امريکا د عراق له ګاونډي هېواد، شام څخه د پوځيانو ویستلو اعلان کړی دی.
تر دې مخکې شناهن د فبرورۍ پر ۱۲مه افغانستان ته تللی وو.
د يادونې ده چې عراقي چارواکو د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر دې اعلان غصه ښودلې وه چې پر ګاونډي ايران د نظر ساتلو لپاره په عراق کې د امريکايي پوځيانو ساتل ضروري دي.
شناهن له هغه سره په سفر ملګرو خبريالانو ته ويلي چې امريکايي ځواکونو په عراق کې د عراقي حکومت په بلنه ورغلي ول او امريکا غواړي د ځايي ځواکونو وړتياوې وروزي.
د هغه په وینا غواړي په دې اړه د ځايي چارواکو نظرونه واوري.
دا خبره د مولداویا ولسمشر ایګور دوداند فبرورۍ پر ۱۱مه د دې هېواد په پلازمېنه کیشینوف کې خبریالانو ته وکړه.
دودان وویل، د دې اوونۍ په پای یا د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به مسکو ته لاړ شي چې خوشې شوي پیلوټان بېرته هېواد ته راستانه کړي.
هغه وویل، دواړه پیلوټان د مسکو په یوه روغتون کې بستر دي او روغتیایي وضعیت یې د قناعت وړ دی.
د مولداویا دغه پیلوټان د ۲۰۱۵ کال په نوامبر کې د افغانستان په فاریاب ولایت کې هغه مهال طالبانو ونیول چې روسي ساخت مي ۱۷ ډوله هلیکوپټر یې په سیمه کې اضطراري ناسته وه.
د دوی د عملې درېیم مولداویایي وژل شوی وو.
د مولداویا ولسمشر چې له مسکو سره نږدې اړیکې لري، دغه راز وویل چې د څو میاشتو خبرو اترو په نتیجه کې دواړه پیلوټان دوه ورځې مخکې خوشې شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د دغو پیلوټانو د خوشې کېدو هدف یوازې د فدراتیفې روسیې د مشرتابه په مرسته ترلاسه شوی چې په دې اړه یې ورڅخه د مرستې غوښتنه کړې وه.
په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب په نتيجه کې شاهۍ نظام ختم شوی او د ملايانو د څلورو لسېزو واکمني پیل شوې وه.
د فبرورۍ پر ۱۱مه د تهران په ازادۍ څلور لاره کې د لسګونو زرو کسانو غونډې ته د وينا پر مهال روحاني دا هم وويل چې د امريکا او متحدينو د فشار سربيره هم ايران هوډ لري چې خپل پوځي ځواک او د توغنديو پروګرام پراخ کړي.
په دې ورځ، په ایران کې، په سلګونو زره پوځيان، په نظامي جامو کې د مليشا ځواکونو غړي، ملايان او ولس د ايران د نورو ښارونو او ښارګوټو لارو ته راوتلي او د ۱۹۷۹ م کال د فبرورۍ ۱۱م انقلاب لمانځي.
د ۱۹۷۹ کال په پاڅون کې د ايت الله علي خامنايي پلويانو د امريکا ملاتړی پاچا رضا شاه پهلوي له واکه لرې کړی وو.
د دوشنبې ورځې لاريون کوونکو په لاسونو کې لیکلي شعارونه پورته کړي وو او پر ودانيو بېنرې ځوړندې وې چې پر ليکل شوي وو، مرګ په امريکا، مرګ په اسراييل، د انقلاب ۴۰ کاله د امريکا د شکست ۴۰ کاله دي.
تر جشنونو له مخه چارواکو اعلان کړی وو چې ۵۰ زره بنديان به یا خوشي شي يا به يې د بند موده کمه کړل شي.
د سرکاري شمېرو له مخې په ايران کې دوه نېم لکه کسان په قيد کې دي. خو مالومه نه ده چې په معافيانو کې سياسي بنديان هم شامل دي او که نه؟
د روسیې د بیړنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۱۰مه وویل، د ۲۰۱۸م کال په دسمبر کې یې هم مسکو ته ستانه کړل شوي وو.
د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغو ماشومانو پلرونه په تېرو درو کلونو کې د جهادیانو او عراقي ځواکونو ترمینځ په جګړو کې وژل شوي دي.
د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ میاشت کې کرېملین ویلي وو چې تر دغه وخته پورې په عراق کې د لسو کلونو نه کم عمر ۱۱۵ روسي ماشومان موجود دي. دا راز د نورو اتو ماشومانو عمرونه د ۱۱ او ۱۷ کلنو په منځ کې ښودل شوي وو.
نوموړی په داسې وخت کې افغانستان ته په سفر دی چې د طالبانو سره د سولې د تړون لپاره د واشنګټن هلې ځلې تندې شوې دي.
شاناهان هغو خبریالانو ته چې په دې سفر کې ور سره ملګري دي ویلي، دی به له افغان مشرتابه سره په خبرو اترو کې ټینګار کوي چې له طالبانو سره د سولې د ممکنه تړون په ګډون د خپل سباوون ټولې پرېکړې به هم دوی کوي.
پېټريک شاناهان هم دا راز ویلي چې په افغانستان کې د موجودو امریکايي ځواکونو په شمېر کې د کمي کولو په اړه ورته سپینې ماڼۍ هېڅ هدایات نه دي ورکړي.
تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سرتېرو د شمېر پر کمولو غور کوي.
امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره سرتیري لري.
د شام د انساني حقونو د څار برتانیا مېشتې ادارې ویلي، د فبرورۍ د لسمې نېټې په سهار هم د دواړو خواوو ترمنځ درنې نښتې رپورټ شوي چې پکې د امریکا په مشرۍ د اتحاد جنګي الوتکو او توپونو د وسله والو په سېمو بمباري کړې ده.
له دغو سېمو خوا او شا ۲۰۰۰۰ ولسي خلکو ته د وتلو لپاره، په جنګ کې د یوې هفتې وقفه ورکړل شوې وه. وروسته د کردانو په مشرۍ د شام جمهوري ځواکونو د داعش د ویستلو لپاره اخري جنګ شروع کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸م کال په دسمبر کې وویل چې د داعش زیاتره وسله وال ختم شوي او له شام څخه یې د ۲۰۰۰ امریکايي ځواکونو د ویستلو اعلان وکړ.
ټرمپ د فبرورۍ په نهمه پر ټوېټر ولیکل، د ده استازي تازه له شمالي کوریا ستانه شوي او د کېم جونګ اون د غونډې د وخت پر سر موافقې ته رسیدلې دي.
ټرمپ زیاتوي چې دی به د فبروۍ په ۲۷مه او ۲۸مه هانوی ته ولاړ شي.
دغو دواړو مشرانو تر دې مخکې د لومړي ځل لپاره په جون میاشتې کې په سینګاپور کې سره کتلي ول او پر دې غږیدلي ول چې څرنګه کوریا ټاپوزمه له اټومي وسلو پاکه کړي.
۶۹ کلنه الېزابیت وارن د اوکلاهاما رياست سره تعلق لري. هغې له ماساچوست ایالت نه د نوماندۍ اعلان کړی او ویلي یې دي چې له اقتصادي نابرابرۍ سره به مبارزه وکړي.
نوموړې باید په انتخاباتي مبارزه کې د خپل ګوند له نورو نوماندانو سره مقابله وکړي، له دغه ګونده برني ساندرس هم په ولسمشریزو انتخاباتو کې د نوماندیدو هوډ کړی دی.
د امریکا د سېنېټ بلې غړې، کمالا هارېس له کلېفورنیا ایالت څخه په ولسمشریزو انتخاباتو کې د نوماندیدو اعلان کړی دی.
د یادې څانګې په رپورټ کې ویل چې شاوخوا ۲۵۰ چینايي او ۲۰۰ روسي جاسوسان په دې ښار کې موجود دي.
دا خبره د جرمني (ویلتم سونتګ) نومي ورځپاڼې د اروپايي ټولنې د چارواکو له خولې لیکلې ده.
په رپوټ کې سفارتکارانو ته ویل شوي چې د یو مشهور ريستوران او کېفې په ګډون د برسلز ښار یو شمېر سیمو ته له تګه ډډه وکړي.
رپورټ زیاتوي چې دا جاسوسان زیاتره په سفارتخانو کې کار کوي او یا خپل کاروبارونه لري.
د روس او چین له خوا تر اوسه په دې اړه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
۲۹ کلن ایلیکیڼدر بیسنیټ به د ۴۰ کلونو قید پس د ضمانت لپاره اپیل کولای شي.
د مقدمې جج فرانسوه هوواټ د فیصلې د اورولو په وخت وویل چې دغه وژونکي د مسلمانانو مهاجرو لپاره نفرت لري.
نوموړي د فیصلې پر وخت دغه وژونکي ته وویل چې شپږ کسان یې یوازې په دې جرم ووژل چې له ده جدا وو.
په ډزو کې معذور شوي یو تن ایمن دربالي د عدالت بهر د وژونکي په سزا حېرانتیا وښودله او وې ویل چې بايد تر دې زیاته سزا ورته ورکړل شوې وای.
د کاناډا وزیراعظم جسڼ ټروډو د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ پر ۲۹مه دغه پېښه یو ترهګر برید بللی و.
ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ پر اتمه پر ټویټر پاڼه ولیکل چې استازي یې اوس له شمالي کوریا ستانه شوي او هلته یې ډېرې ګټورې خبرې وکړې.
ده ویلي، پر دې هوکړه وشوه چې دویمه سرمشریزه به څه وخت او کله کېږي.
نوموړي وویل، سرمشریزه به د فبرورۍ پر ۲۷مه او ۲۸مه په هینوی ویت نام کې کېږي او لیواله دی چې له کیم سره وویني او د سولې چارې پرمخ بوځي.
لومړۍ سرمشریزه تېر کال په جون کې په سنګاپور کې شوی وه چې پکې دغه کوریايي ټاپو وزمه له اټومي وسلو نه د صفا ګرځولو په اړه خبرې شوې وې.
د ننګرهار د والي ویاند، عطالله خوګیاڼي بېګا [د فبرورۍ پر اتمه] مشال راډیو ته وویل چې د داعش ډېر غړي په ننګرهار کې په پوځي عملیاتو کې ووژل شول،۴۰۰ وسله وال یې ونیول شول او ډېر مرکزونه یې ویجاړ شول.
عطالله خوګیاڼي وویل، د هغوی تبلیغاتي مسولین، د پلانونو جوړوونکي او د مالي چارو منتظمین په ننګرهار کې ووژل یا ونیول شول.
نوموړي زیاته کړه چې د داعش پرضد په خاصو عملیاتو کې نړیوالو ځواکونو د افغانستان د پوځ ملاتړ کاوه.
پراګ - د پاکستان په لاهور کې یو ځايي خبریال رضوان رضي دادا ناڅرګندو کسانو له ځان سره بېولی دی.
د نوموړي زوی د هغه پر ټویټر پاڼه لیکلي دي چې پلار یې لومړی په یو تور موټر کې وړل شوی او تر یو څه سفر وروسته د رېنجرو په موټر کې کښېنول شوی دی.
دی وايي چې دا پېښه نن سهار [ د فبروري نهمه] رامنځ ته شوې ده.
د رېنجر ځواک له خوا تر اوسه په دې اړه غبرګون مخې ته نه دی راغلی چې رښتیا یې هم دا کار کړی دی که نه.
رضي دادا لاهور مېشتی مشر خبريال دی چې د پاکستان پر حکومتي تګلارو به يې ځېنې وخت نيوکې کولې.
د روسيې په سايبريا سيمه کې د بس اوښتو له کبله شپږ کان کيندونکي مړه شوي دي.
په سيمه کې د روغتيا رياست ويلي، نن [د فبرورۍ پر اتمه] يو بس چې کان کيندونکي يې د راسپادسکي په نوم د کويلې يا سکرو کان ته لېږدول، واوښتی.
د دوى په خبره، په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي او ١٧ نور ټپيان شوي چې د څلورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
په سيمه کې د ټرافيکو پوليسو ويلي، بس پر سړک تر نسکورېدو وروسته ۱۰ ميټره ژور پاڼ ته ولوېد.
په سيمه کې چارواکو ويلي چې د دې پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
دې فرانس مياشته سازمان د ايران له انصاف څانګې څخه د افشا شوو دستاويزاتو په حواله دغه مالومات ورکړي.
د فبرورۍ پر اوومه په پېرس کې يوه خبري غوڼډه چې د ايران د بشري حقونو وکيل او نوبېل جيازې ګټونکی شيرين عبادي په کې هم ګډون درلود، د بې پولو خبريالانو سازمان وويل چې د ايرانيو وګړو خلاف د عدالتي کاروايانو شمېره له ۱۷ لکو زيات شوي.
دغه کاروايانې د اقليتونو، اپوزيشن غړيو، خبريالانو او نورو هغه کسانو خلاف دي چې پرې د غېر سياسي جرمونو تورنه دي.
د ياد سامان عمومي سکتر ويلي دي چې د دوی د رسنيو د حقونو ډلې د يادو مالوماتو په کره کتنه کولو کې په مياشتو وخت لګولی.
د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نورزوی مشال راډیو ته وویل، چې یاده پيښه د دوه کورنیو تر منځ د شخصي ستونزو له امله رامنځته شوې او دا دواړه کورنۍ سره نږدې خپلوان دي.
نوموړی وايي، په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او درې تنه ټپیان شوي، چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
خوست امنیه قوماندان د پېښې د څرنګوالي په باب وویل، د قومي اربکیو د یو پخواني مشر کوټې ته د بخاری په سوري د خپلوانو له جملې څخه،یو چا لاسي بم ور اچولی او له کبله يې دا مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
خوست امنیه قوماندان وویل، چې پېښه د پولیسو تر څيړنې لاندې ده او ده هېله څرګنده کړه، چې په پېښه کې ککړ کسان به د پولیسو لخوا ژر ونیول شي او د قانون منګولو ته به يې وسپاري.
ځايي اوسیدونکي وايي، چې په دې پېښه کې د د اربکیو د پخواني مشر دوه زامن او یوه لور وژل شوي، همدارنګه میرمن او دوې لوڼه يې ټپیانې دي.
غني دا څرګندونې د فبرورۍ پر اوومه د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د چارو د ارزیابۍ لپاره جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې او زیاته یې کړه: "هېله مند یم چې تاسو ته به اوس څرګنده شوې وي چې ولسمشر مو د هغو ولسمشرانو له ډلې نه دی چې کله وايي دوست او کله وايي دښمن، د دښمن تعریف روښانه دی او ستاسو دنده د افغانستان د دښمن ځپل دي."
ولسمشر غني همداراز د پولیسو پر ځانګړو ځواکونو چې د ده په وینا د ملکي وګړو د تلفاتو په مخنیوي کې اساسي رول لوبوي، د لا زیاتې پانګونې پر اړتیا ټینګار وکړ.
دا خبره هشام انعام الله د فبرورۍ پر اوومه د اورکزیو په غلزیو کې خبریالانو ته وکړه.
نوموړي وویل، تر مارچ پورې د قبایلو د ټولو روغتونونو ضروریات معلوموي.
د پښتونخوا د روغتیا وزیر هشام انعام الله زیاته کړه چې حکومت پلان لري چې په قبایلو کې د ضلعو پر کچ د صحت داسې ادارې جوړې کړي چې خپلې پیسې به لري او په چارو کې به خپلواکه وي چې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.
دوی د فبرورۍ پر اوومه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا ګورنر دفتر مخې ته د مظاهرې پر وخت مشال راډیو ته وویل، حکومت د ستنېدو پیسې هم نه دي ورکړې.
بې کوره کړل شوي وزیرستانیان وايي، حکومت د ټېلېفون سیم کارډونو په ذریعه شاوخوا ۱۸۰۰ کورنیو ته وعده شوې مالي مرستې نه دي ورکړې.
د خیبر پښتونخوا چارواکو د دې وزیرستانیانو د پرونۍ مظاهرې او غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې وفاقي او صوبايي حکومتونو په بیا بیا ویلي چې د هغوی ضرورتونه پوره کوي.
ياده دې وي چې په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴م کال د وسله والو ضد پوځي عملياتو له کبله په لکونو کسان بې کوره شوي چې لا هم ځينې کډوال دي.