د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند وايي، د مارچ پر ۲۳مه د صوبې په بېلابېلو برخو کې یو مېلیون بوټي نهال (نال) کړي دي.
اکرام کټانه د مارچ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا په ۲۸۵ سیمو کې خلکو ته ویل شوي ول چې له نېږدې نرسریو (نهال خانو) دې وړیا بوټي واخلي او په خپلو سیمو کې دې يې ولګوي.
نوموړی وايي دا ګام د اقلیمي بدلون د مخنیوي په خاطر اخیستل شوی دی.
کټانه زياته کړه: "په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د بیا واک ته رسېدو نه پس مو هدف دا دی چې په ټوله صوبه کې به دوه کروړه (۲۰ مېليونه) بوټي لګوو. په دې بهیر کې عام ولس له موږ سره ډېره مرسته کړې ده او بوټي یې لګولې دي."
نوموړی وايي د نیالګیو د کېنولو بل بهیر به د راتلونکې اګست میاشتې پر ۱۴مه پيلوي او نېږدې یو نیم مېلیون نور بوټي هم کرل کېږي.