د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم وايي پولیسو یې لاهور کې یوشمېر فعالان نیولي دي


په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان او پلویان د خپل مشر منظور پشتین د ګرفتارۍ ضد مظاهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان او پلویان د خپل مشر منظور پشتین د ګرفتارۍ ضد مظاهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د لاهور پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یوشمېر هغه غړي نيولي دي چې د خپل مشر منظور پشتین د خوشې کولو لپاره یې د هغه ښار په ازادۍ څلورلاره (لېبرټي چوک) کې مظاهره کوله.

پولیس وايي، په صوبه کې یې ۱۴۴ دفعه لګولې چې له مخې یې د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د لاوډ سپیکر پر ناسم استعمال بنديز وي.

پولیسو ویلي دي چې همدا لامل وو چې څو ځلې یې مظاهرچیان منع کړل خو هغوی احتجاج نه ختماوه نو ځکه یې په پنجاب کې د غورځنګ د مشر رحیم وزیر په ګډون اووه فعالان ونیول او د ګلبرګ پولیسو مرکز ته یې لېږدولي دي.

رحيم وزير د جنورۍ پر ۲۷مه پر اېکس لیکلي ول چې د پنجاب انتظاميې منظور پشتين د عامه نظم د ممکنه ګډوډۍ په بې بنیاده تور په جهلم زندان کې ساتلی چې بايد یې خوشې کړي.

تر دې مخکې د پي ټي اېم ګڼو مخکښه فعالانو او پلویانو د جنورۍ پر ۱۴مه په بنو کې د خپل مشر منظور پشتین او نورو بندي ملګرو د خوشې کولو لپاره مظاهره کړې وه.

په بنو کې پولیسو د قانون ۱۴۴مې دفعې له مخې د پي ټي اېم د فعالانو او پلویانو مخه نیولې ده - د جنورۍ ۱۴مې انځور.
په بنو کې پولیسو د قانون ۱۴۴مې دفعې له مخې د پي ټي اېم د فعالانو او پلویانو مخه نیولې ده - د جنورۍ ۱۴مې انځور.

د غورځنګ مشر د جنورۍ له څلورمې راهیسې د عامه نظم زیانمنولو د مخنیوي قانون د درېیمې مادې (۳ اېم پي او) له مخې د پنجاب د جهلم په زندان کې بندي دي.

د پشتین وکیلان وايي چې د جهلم انتظامیې د هغه د نیولو او بندي کولو امر کړی وو چې دوی یې پر ضد عدالت ته درخواست ورکړ چې قاضي رد کړ.

غورځنګ پر پشتین لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان په ایین کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي.

د پي ټي اېم مخکښه غړي وايي چې د جنورۍ پر څلورمه چې عدالت په وروستۍ مقدمه کې پشتین ته ضمانت ورکړ او هغه د راولپېنډۍ له اډیالې زندانه خوشې کېده نو د پنجاب پولیسو ونیوه او له ځان سره یې یووړ. د هغوی په وینا، وروسته معلومه شوه چې پشتین یې د جهلم زندان ته انتقال کړی دی.

پي ټي اېم له حکومته د منظور پشتین خوشې کولو غوښتنه کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:56 0:00

د بنو جلسه پر داسې مهال شوې ده چې د غورځنګ مشر د جنورۍ له څلورمې راهیسې د عامه نظم زیانمنولو د مخنیوي قانون د درېیمې مادې (۳ اېم پي او) له مخې د پنجاب د جهلم په زندان کې بندي دي.

د پشتین وکیلان وايي چې د جهلم انتظامیې د هغه د نیولو او بندي کولو امر کړی وو چې دوی یې پر ضد عدالت ته درخواست ورکړ چې قاضي رد کړ.

غورځنګ پر پشتین لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان په ایین کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي.

د پي ټي اېم مخکښه غړي وايي چې د جنورۍ پر څلورمه چې عدالت په وروستۍ مقدمه کې پشتین ته ضمانت ورکړ او هغه د راولپېنډۍ له اډیالې زندانه خوشې کېده نو د پنجاب پولیسو ونیوه او له ځان سره یې یووړ. د هغوی په وینا، وروسته معلومه شوه چې پشتین یې د جهلم زندان ته انتقال کړی دی.

پر منظور پشتين ټولې څلورې مقدمې وې. د ډېسېمبر پر ۲۶مه عدالت د ترهګرۍ په دوو مقدمو کې د هغه ضمانت ومانه خو وروسته یې په يوه بله مقدمه کې د ترنول پولیسو ته په دوه ورځني جسماني رېمانډ وسپاره.

تر دې وړاندې، د ډېسېمبر پر ۱۸مه او ۲۳مه د پشتين د قضيې اورېدنه د جج د نه موجودیت له امله ځنډېدلې وه. البته د جنورۍ پر څلورمه د اسلام اباد عدالت د غورځنګ د بهرني تمویل په قضیه کې د پشتین د ضمانت درخواست منظور کړ.

د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله هغه احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو. وروسته نوموړی د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.

د چمن ډېپټي کمېشنر راجا اطهر عباس مشال راډیو ته ويلي ول چې د پشتین خلاف مقدمه ځکه درج شوې او ځکه نیول شوی چې ساتونکو یې پر پوليسو ډزې کړې دي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور ردوي او وایي چې ډزې د منظور پشتین پر موټر شوې چې نښې یې له ورايه ښکاري.

د پاکستان پوليسو منظور پشتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیولی دی او پر هغه یې تور پورې کړی دی چې نوموړی د ریاست پر ضد د خلکو پارولو هڅه کوي خو نوموړی دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان د ايين په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او پر خپله سيمه امن غواړي.

XS
SM
MD
LG