د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم له حکومته د منظور پشتین خوشې کولو غوښتنه کړې ده


پي ټي اېم له حکومته د منظور پشتین خوشې کولو غوښتنه کړې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:56 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښه مشرانو، فعالانو او پلویانو د جنورۍ پر ۱۴مه د خیبر پښتونخوا په بنو کې احتجاجي لاریون او جلسه وکړه او پر حکومت یې د خپل مشر منظور پشتین د خوشې کولو او په صوبه کې د امنیت ټینګښت غوښتنې وکړې. د پي ټي اېم مشرانو مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د ښار په دوه ځایونو کې د جلسې اجازه ور نه کړه خو وروسته یې د خبریالانو مرکز مخې ته غونډه وکړه. پولیس وايي، انتظامیې د امنیت وضعیت ته په کتو په ښار کې پر غونډو بندیز لګولی وو نو ځکه یې پي ټي اېم ته د جلسې اجازه نه ورکوله خو وروسته یې د هغوی د امنیت دنده ترسره کړه. منظور پشتین د پنجاب په جهلم کې بندي دی او چارواکي وايي چې هغه یې د عامه نظم د ګډوډولو مخنیوي قانون له مخې نیولی دی. د پاکستان حکومت وايي، د امنیت ټینګښت ته ژمن دی او د وسلوالو پرضد هدفي عملیات روان دي. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG