د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت لکي مروت کې د موبایل ټېلېفون سېمونو پر ناقانونه خرڅلاو بنديز لګولی دی


په پاکستان کې یو دوکاندار د موبایل ټېلېفون سېم تر اخیستو مخکې د یو کس د ګوتې نښه ثبتوي ـ پخوانی انځور.
په پاکستان کې یو دوکاندار د موبایل ټېلېفون سېم تر اخیستو مخکې د یو کس د ګوتې نښه ثبتوي ـ پخوانی انځور.

انتظامیې د خیبر پښتونخوا د لکي مروت په هغو دوکانونو کې د موبایل ټېلېفون سېمونو پر خرڅلاو بندیز لګولی چې حکومتي اجازه نه لري.

ضلعي انتظامیې د ډېسېمبر پر۲۱مه وویل چې ډېپټي کمېشنر رحمت علي وزیر دا اقدام د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له سپارښتنو سره سم کړی دی.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزرات د بنو ډېوېژن څانګې په بیان کې ویلي دي چې، د لکي مروت په بازارونو او کلیو کې به تر۳۰ ورځو پورې بندیز پر ځای وي او یوازې هغه دوکانداران به د موبایل ټېلېفون سېمونه خرڅولای شي چې حکومتي اجازه لري.

په بیان کې راغلي چې حکومت دا کار په سیمه کې د امنیت ټینګښت لپاره کوي او که څوک د امر سرغړونه وکړي نو پرضد به یې قانوني اقدام کېږي.

په پاکستان کې چارواکي وايي چې وسلوال د بریدونو پلانولو او همغږي کولو لپاره لنډمهالي سېمونه اخلي. په هغه هېواد کې له کلونو راهیسې د موبایل ټېلېفون سېم اخیستو لپاره د قانوني اسنادو ښوولو تر څنګ د ګوتې نښې لګول لازمي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د لکي مروت په ګډون د خیبر پښتونخوا په جنوبي سیمو کې له څه باندې یو کال راهیسې امنیت خراب شوی دی.

د لکي مروت انتظامیې دا اقدام تر هغې څو ورځې وروسته کړی دی چې د شمالي وزیرستان چارواکو د ډېسېمبر پر ۱۷مه اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټې پورې په هغه ضلع کې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده یا دفعه نافذوي.

د هغې مادې له مخې، د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د لاوډ سپیکر پر ناسم استعمال بنديز وي.

خو ځینو سیاسي ګوندونو په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د جنايي قانون د ۱۴۴مې مادې پر لګولو اندېښنه وښوده او له حکومته یې وغوښتل چې له دې پرېکړې دې په شا شي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه د عامو انتخاباتو مهالوېش اعلان کړی دی او اوسمهال بېلابېل ګوندونه او احتمالي نوماندان کیمپېن کوي.

په پاکستان کې د انتخاباتي کیمپېن پر مهال ګوندونه او سیاستوالان لویې ولسي غونډې کوي او په کلیو، کوڅو، دوکانونو او ښارونو کې ګرځي او له خلکو څخه رایه غواړي.

خو د شمالي وزیرستان انتظامي مشر منظور اپرېدي په خپل امر کې ویلي ول چې پولیسو داسې معلومات ترلاسه کړي دي چې ځینې کسان په هغه ضلع کې د امن خرابولو پلان لري نو ځکه د ۱۴۴مې مادې نافذولو ته اړ شو.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، ټانک او خیبر کې پر امنیتي ځواکونو په بېلابېلو بریدونو کې لسګونه سرتېرو ته مرګژوبله واوښته.

XS
SM
MD
LG