د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان د رسنیو ازادۍ په درجه بندۍ کې شاته تللي دي


په پېښور کې خبریالان یوې غونډې ته پوښښ ورکوي - پخوانی انځور.
په پېښور کې خبریالان یوې غونډې ته پوښښ ورکوي - پخوانی انځور.

د بې پولې خبريالانو سازمان(ار اېس اېف) په تازه درجه بندۍ کې پاکستان د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې دوه درجې نور ښکته شوی دی.

هغه سازمان د مې پر درېیمه د رسنیو د ازادۍ په مناسبت په ۱۸۰ هېوادونو او سیمو کې د ژورنالېزم چاپېریال ارزونه کړې او پر اساس یې درجه بندي خپره کړې ده.

د نوې درجه بندۍ ترمخه، پاکستان د ۱۸۰ هېوادونو په نوملړ کې ۱۵۲م او افغانستان ۱۷۸م مقام ته ښکته شوي دي.

په راپور کې ویل شوي دي چې په ۱۹۴۷ز کال کې د خپلواکۍ اخیستو راهیسې، پاکستان هڅه کوله چې د مطبوعاتو ازادۍ لپاره د مدني ټولنې د مبارزې او د سیاسي واقعیت ترمینځ توازن رامنځته کړي خو په هغه هېواد کې شخصي رسنۍ تر ډېره حده پوري د مالي مرستو لپاره د دولتي ادارو له خوا په اشتهاراتو او اعلانونو تکيه کوي او له همدې کبله د اطلاعاتو وزارت ګواښ کوي چې د اداراتو پر پاليسۍ اغېز وکړي.

د دوي په خبره د صحافت په څانګه کې خودساخته بندیزونه لګول شوي او وار له مخې ستونزو سره مخامخ کارمندانو معاشونه هم راکم کړل شوي دي.

د پاکستان وفاقي حکومت او د اطلاعاتو وزارت د بې پولې خبريالانو سازمان د راپور په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې د پوځ مشر جنرل عاصم منير د مې په دوېمه ويلي ول چې په اساسي قانون کې د بيان ازادۍ په اړه حدود ټاکل شوي او بايد له دې څوک سرغړونه ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د رسنیو د خپلواکۍ او د بیان ازادۍ لپاره کارکوونکې ناحکومتي ادارې (فریډم نېټورک) ویلي دي چې د ۲۰۲۳ز کال له مې میاشتې څخه د ۲۰۲۴ز کال تر اپرېل پورې په پاکستان کې څلور خبریالان وژل شوي دي.

د مې درېیمه چې د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، سږ کال پر هغه ورځ د بلوچستان په خضدار کې په بمي برید کې خبریال او د سیمې د پرېس کلب مشر مولانا محمد صدیق مینګل په ګډون درې تنه ووژل شول.

فریډیم نېټورک ویلي دي چې په تېر یو کال پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو د تشدد شاوخوا ۱۰۴ پېښې ثبت شوي دي چې پکې وژنې، بریدونه، تښتونې، ګواښونه او مقدمې شاملې دي.

خو په پاکستان کې حکومتي چارواکو په وار وار دا ویلي چې په هېواد کې رسنۍ ازادې دي او ټول وګړي د بیان ازادۍ حق لري.

د نوملړ له مخې، ناروې په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې د پرلپسې اتم کال لپاره لومړی ځای خپل کړی دی.

دا راز د تېر کال په درجه بندۍ کې شمالي کوريا، چين او وېتنام په ترتيب سره د مطبوعاتو د ازدۍ په برخه کې تر ټولو شاته پاتې هېوادونه ول، خو دوی خپل ځای اریتریا، شام او افغانستان ته سپارلی دی.

افغانستان په سیاسي درجه بندۍ کې ۴۴ درجې ښکته تللی دی. په راپور کې راغلي دي چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په هغه هېواد کې په پرلپسې توګه خبریالانو ځورېږي او یا نیول کېږي.

په افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په یوه بیان کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۳۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي دي چې بندي کول، لنډمهاله توقیف، احضار، شفاهي ګواښونه او د طالبانو د غوښتنو د جبري منلو موارد پکې شامل دي.

د طالبانو حکومت بیا ټینګار کوي چې د خبریالانو او رسنیو فعالیتونه د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې خوندي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG