د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو نړیواله ورځ: عورت مارچ سږنی لاریون د حقونو مبارزې ماهرنګ بلوڅې ته ډالۍ کوي


د عورت مارچ ګډونوالې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت لاریونونه کوي - د ۲۰۲۳ز کال د مارچ اتمې انځور.
د عورت مارچ ګډونوالې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت لاریونونه کوي - د ۲۰۲۳ز کال د مارچ اتمې انځور.

په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې ډلې "عورت مارچ" اعلان کړی دی چې دا ځل د مارچ پر اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت خپل کلنی لاریون د بشري او بلوڅانو د حقونو فعالې ماهرنګ بلوڅې ته ډالۍ کوي.

د عورت مارچ منتظمینو ډاکترې فرزانې بارۍ، نشاط انجم، پنج ریش او عظما خان د مارچ پر شپږمه په اسلام اباد کې د خبریالانو مرکز مخې ته خبري غونډې ته وویل چې دا ځل یې د لاریون موضوع "هیله او مزاحمت" ده.

هغوی وویل چې پر خپلو لوحو (پوسټرونو) یې د بلوڅې انځور جوړ کړی دی چې ځکه چې په وینا یې چې بلوڅې ښځې د جبري بې درکیو پرضد نه ستړې کېدونکې او دوامداره مبارزه کوي.

په پاکستان کې د "عورت مارچ" په نوم لاریون لومړی په ۲۰۱۸ز کال کې په کراچۍ کې وشو او اوس هر کال د هېواد په لویو ښارونو کې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت لاریونونه کوي چې موخه یې د ښځو د حقونو په اړه پوهاوی پیدا کول دي.

د عورت مارچ منتظمينې وايي چې هغوی يوازې د ښځو لپاره نه بلکې د ټولو انسانانو لپاره د يوې داسې نړۍ جوړولو غوښتنه کوي چيرته چې هر څوک له ظلم او جبر څخه خوندي وي.

ماهرنګ بلوڅې د ۲۰۲۳ز کال په پای کې د جبري بې درکیو او ماورای عدالت وژنو پرضد له بلوچستانه تر اسلام اباده د لاریون او بیا په پلازمېنه کې د څه باندې یو میاشتني پرلت مشري کړې وه.

په دې انځور کې ماهرنګ بلوڅې (له کیڼ لوري لومړۍ) د ورک بلوڅ انځور نیولی دی - د ډېسېمبر ۲۰مې انځور.
په دې انځور کې ماهرنګ بلوڅې (له کیڼ لوري لومړۍ) د ورک بلوڅ انځور نیولی دی - د ډېسېمبر ۲۰مې انځور.

هغوی تر هغې وروسته په احتجاج لاس پورې کړ چې د بلوچستان پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې د نومبر پر ۲۳مه په تربت کې په يوه نښته کې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړ.

خو بلوڅ فعالانو وویل چې په هغو کسانو کې د بالاچ مولابخش بلوڅ په نامه هغه سړی هم شامل وو چې د پولیسو په بند کې وو.

د بلوچستان نګران حکومت ویلي ول چې د دې تورونو د پلټنو لپاره یې له ځینو پولیسو پوښتنې پیل کړې دي او د ځینو دندې یې ځنډولې دي.

بلوڅانو د تربت تر پېښې وروسته هلته او بیا په کوټه کې احتجاجي پرلت وواهه او د ډېسېمبر پر ۲۰مه اسلام اباد ته ورسېدل.

په اسلام اباد کې د ماورای عدالت وژنو او د خلکو ورکولو پرضد د ډېسېمبر له ۲۰مې راهیسې روان پرلت د جنورۍ پر ۲۴ پای ته ورسېد.

د ورکو بلوڅانو موضوع

د حقونو فعالان تور پورې کوي چې امنیتي او استخباراتي ادارې د بلوڅانو په ورکولو کې لاس لري چې ورڅخه یې ځینې په "جعلي نښتو" کې وژلي هم دي.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی دا تورونه ردوي.

پوځ وايي، ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، له ناقانونه وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي. په ۲۰۱۹ز کال کې د پوځ د هغه وخت وياند مېجر جنرال اصف غفور په يوه خبري غونډه کې د مشکوکو کسانو ورکولو په اړه ويلي ول، "نه غواړو څوک په زور لادرکه شي خو په جنګ او مينه کې هر څه جايز دي."

داراز د پاکستان امنیتي ادارو او حکومت په بیا بیا د ماورای عدالت وژنو تور رد کړی دی او وايي، که داسې پېښې شوې هم وي، نو پلټنې یې کوي.

د پاکستان پخواني لنډمهالي وزيراعظم انوار الحق کاکړ د فبرورۍ پر ۲۸مه د ورکو بلوڅ زده کوونکو په مقدمه کې اسلام اباد های کورټ ته حاضر شو او ورته یې وویل چې په بلوچستان کې "وسلواله جګړه روانه" او دعوه یې وکړه چې بلوڅ ډلې د "جلا ملک" جوړولو لپاره "وسلواله جګړه" کوي او پر "ریاستي یا دولتي ادارو تورونه" پورې کوي.

لنډمهالي وزیراعظم دعوه کړې وه چې د ورکو بلوڅانو د کورنیو غړي "خپله هم دا ستونزه هوارول نه غواړي" او زیاته یې کړه چې د هغوی له وجې "ټول ریاست ملامتول" سم کار نه دی.

د ورکو بلوڅ زده کوونکو وکيلې ايمان مزارۍ د فبرورۍ ۲۸مې اورېدنې پر مهال د وزیراعظم دعوې او څرګندونې رد کړې.

هغې وویل چې ورکو کسانو ته "ترهګر ویل" د هغوی د کورنیو لپاره ډېره دردوونکې ده او زیاته یې کړه چې د ورکو کسانو د قضیو پلټنو لپاره سرکاري کمېشن هم ویلي دي چې امنیتي او استخباراتي ادارې په جبري بې درکیو کې لاس لري.

په پاکستان کې په ۲۰۱۱ز کال کې د ورکو کسانو د قضیو څېړلو لپاره سرکاري کمېشن جوړ شو.

د هغه کمېشن استازو د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ پر اتمه د ورکو کسانو په اړه د قضیې اورېدنې پر مهال سپریم کورټ ته رپورټ وړاندې کړ چې پکې راغلي دي چې د ۲۰۲۳ز کال تر ډېسېمبر پورې ورسره تر ۱۰،۰۰۰ څخه د زیاتو لادرکو کسانو نومونه ثبت شوي ول چې په هغوی کې یې د ۶،۰۰۰ کسانو قضیې ختمې کړې دي.

کمېشن په رپورټ کې زیاته کړې وه چې له ورکو څخه یې د ۲۶۱ مړي موندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG