د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب لنډمهالی حکومت وايي د "عورت مارچ" مخه نه نیسي


په پاکستان کې له یوشمېر کلونو راهیسې د هرې مارچ میاشتې پر اتمه عورت مارچ ترسره کېږي. (انځور: د ۲۰۲۰م کال د کراچۍ عورت مارچ دی)
په پاکستان کې له یوشمېر کلونو راهیسې د هرې مارچ میاشتې پر اتمه عورت مارچ ترسره کېږي. (انځور: د ۲۰۲۰م کال د کراچۍ عورت مارچ دی)

د پنجاب لنډمهالي حکومت ویلي دي چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د کېدونکي "عورت ازادي مارچ" پر وړاندې خنډونه نه ایجادوي.

د پاکستان رسنۍ وايي چې د پنجاب د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر عامر میر د مارچ پر پینځمه په بیان کې ویلي دي چې پولیس به د لاریون "ګډونوالو ته بشپړ امنیت" ورکوي.

په بیان کې راغلي دي چې "لنډمهالی حکومت د ټولو وګړو پر ازادۍ باور" لري. نوموړي هیله ښوولې چې د ښځو د حقونو لپاره کېدونکی لاریون به "سوله ییز" وي.

دا تر هغې وروسته ده چې د عورت مارچ منتظمینو د مارچ پر څلورمه شپې مهال په لاهور کې د لاریون اجازت نه ورکول کېدو پرضد په های کورټ کې غوښتنلیک دایر کړ.

تر دې مخکې د لاهور انتظامي مشرې د عورت مارچ جوړوونکو ته د مارچ پر اتمه پر سړکونو د لاريون کولو اجازه ور نه کړه. د عورت مارچ منتظمینو په فبرورۍ کې له انتظامي مشرې څخه د لاریون اجازه غوښتې وه.

د لاهور ډېپټي کمېشنرې رافعې حیدر د مارچ پر څلورمه په بیان کې وویل، د "امنيتي اندېښنو،" د ښځو د حقونو په اړه د "لانجمنو بینرونو" او د جماعت اسلامي د "حیا واک (حیا لاریون)" له غړو سره د ټکر له وېرې یې عورت مارچ ته د اجازې له ورکولو انکار کړی دی.

د دې په غبرګون کې د عورت مارچ جوړوونکو او د لاهور های کورټ د وکيلانو اتحادیې عمومې سېکرټرې صباحت رضوي هغه پرېکړه په لاهور های کورټ کې چيلنج کړه.

نوموړې د مارچ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، "د مارچ پر اتمه د ښځو لاريون ته اجازه نه ورکول يا ورباندې پابندي لګول غیر قانوني پرېکړه ده او د بشري حقونو سرغړونه ده."

په پاکستان کې په تېرو کلونو کې هم د عورت مارچ هلې ځلې جنجالي شوې دي. د ښځو د جسم د واک په اړه یوه نعره په وروستیو کلونو کې لانجمنه شوې وه. خو فعالان وايي، ښځه د خپل وجود مالکه وي او باید د خپلو جامو پرېکړه خپله وکړي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن (اېچ ار سي پي) هم د لاهور انتظامیې دا پرېکړه وغندله او غږ یې وکړ چې پر دې ډول لاریونونو د بندیز پر ځای باید د هغوی د خوندیتوب لپاره ګامونه پورته شي.

کمېشن د مارچ پر څلورمه پر ټوېټر په یو بیان کې ویلي‌ چې د عورت مارچ او نرښځیانو په ګډون د خپلو ټولو اتحادیانو ملاتړ کوي.


د لاهور د انتظامي مشرې پر پرېکړه پر ټولنیزو شبکو هم نیوکې شوې دي. یوشمېر کسانو پر ټولنیزو شبکو لیکلي چې "په کال کې يوه ورځ" ښځې د خپلو حقونو لپاره لاريون کوي هغې ته اجازه نه ورکول کېږي خو بل لوري ته انتظامیه جماعت اسلامي ته د حیا واک کولو اجازه ورکوي.

د پاکستان یو شمېر مذهبي ګوندونه او په ځانګړې توګه جماعت اسلامي پر عورت مارچ سختې نیوکې کوي‌ او ورباندې تور پورې کوي چې هلې ځلې یې د پاکستان له کلتور او اسلامي قوانینو سره سمون نه خوري. د هغه ګوند غړې او پلویانې د مارچ پر اتمه د حیا واک په نوم لاریونونه کوي.

خو د عورت مارچ منتظمین دا تورونه ردوي او وايي، د لاریون موخه په ټولنه کې د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کول او اګهي خپرول دي. په عورت مارچ کې شامل فعالان اکثر ټینګار کوي چې د پاکستان ښځې هم باید له هغو حقونو برخمنې وي چې په نړیواله توګه منل شوي دي.

په کراچۍ کې د بشري حقونو فعاله او د عورت مارچ يوه جوړوونکې مهناز رحمان مشال راډیو ته وویل، له يو پلان سره سم یې هر کال د هېواد په یو یا بل ښار کې لاریون له خنډونو سره مخامخېږي. "د افسوس خبره دا ده چې حکومت وايي د امنيتي اندېښنو له کبله اجازت نه شي ورکولای، نو دا د حکومت ذمه واري ده چې د ښځو د لاريون امنيت ساتلو لپاره کوټلي ګامونه واخلي."

د بشري حقونو یو بل فعال محمد نذير مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې په "ارادي توګه" هڅه کېږي چې د ښځو د حقونو لپاره پورته کېدونکي غږونه خاموش کړل شي. "تر دې وړاندې په اسلام اباد کې د ښځو د لاريون پر جوړوونکو د مذهب سپکاوي تورونه پورې شوي‌ او مقدمه پرې جوړه شوې وه."

د ۲۰۲۱ کال د مارچ پر اتمه په اسلام اباد کې د ښځو پر تر لاریون وروسته پر هغو خلکو مقدمه جوړه شوې وه چې پر لاریونوالو یې کاڼي ورولي ول.

په پاکستان کې له تېرو یوشمېر کلونو راهیسې هر کال د مارچ پر اتمه د عورت ازادي مارچ په نامه لاریونونه کېږي.

XS
SM
MD
LG