د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د یو شمېر وسله والو د وژلو ادعا کړېده


د پاکستان امنیتي سرتېري په یو چیک پوسټ د امنیت ساتنې ته ولاړ دي: انځور له ارشیفه
د پاکستان امنیتي سرتېري په یو چیک پوسټ د امنیت ساتنې ته ولاړ دي: انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ وايي چې د بلوچستان په مچ او کولپور سیمو کې د وسلوالو په برید او وروسته ورسره په نښته کې دوه ملکي وګړي او څلور سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جنورۍ ۳۰مې په ماخوستن په بیان کې وویل چې ګڼو وسلوالو د جنورۍ ۲۹مې او ۳۰مې ترمینځ شپې مهال په هغو سیمو کې پر ودانیو برید وکړ چې امنیتي سرتېرو یې په غبرګون کې عملیات پیل کړل.

پوځ وايي چې په پېښه کې د درو ځانمرګو بریدګرو په ګډون نهه مشکوک وسلوال وژل شوي او درې ژوبل دي.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې (بلوچ لېبرېشن ارمي یا بي اېل اې) د حملې ذمه واري منلې او په بیانونو کې یې د ۶۰ زیات سرتېرو د وژنې او د مچ ښار د کنټرول دعوه کړې ده. د دې غيرقانونه ګرځول شوې ډلې خپرې کړې ويډيو ګانې ښيي چې وسله وال یې په مبیینه ډول په مچ ښار کې کور پر کور ګرځي او تالاشيانې کوي. ازادو سرچينو د دواړو خواوو د دعوو تصدیق نه دی کړی.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې (بلوچ لېبرېشن ارمي یا بي اېل اې) البته په نښته کې د خپلو دوو وسلوالو وژل کېدل تایید کړي دي.

بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې له لسیزو راهیسې په بلوچستان کې فعاله دي چې وخت په وخت پر امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو او هلته د چین – پاکستان اقتصادي لارې (سیپیک) د پروژو پر چینايي کارکوونکو بریدونه کوي. د پاکستان امنیتي سرتېري هم هلته اکثر په عملیاتو کې د بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو د وژنو دعوې کوي.

د بولان ضلعې مچ د بلوچستان په هغه سیمو کي شمارل کیږي چي له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهسې پکې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو وخت پر وخت بریدونه کېږي.

په دې بریدونو کې د زیاتره هغو زمه واري بلوڅ وسله والې ډلې مني. دا هغه ډلې دي چې له پاکستانه د جدا کېدو لپاره جګړه کوي او د پاکستان حکومت دوی ته ترهګر وايي.

په بلوچستان کې په داسې وخت کې د ناامن‍ۍ پېښې زیاتې شوې دي چې د راتلونکې فبرورۍ میاشتې پر اتمه نېټه د نور پاکستان په څېر هلته هم عام انتخابات ترسره کېږي.

بلوڅ وسله وال د نور فعالیت په څېر د انتخاباتو هم مخالف دي او په دې پروسه کې برخه اخیستونکو ته وخت پر وخت ګواښونه او پر هغوی بریدونه کوي.

د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د جنورۍ په ۳۱مه په یو بیان کې ویلي، په مچ سیمه کې د وژلو شویو وسله والو شمېر مخ په زیاتېدو دی او د هغه په وینا لوی خبرونه مخې ته راتلونکي دي. هغه دا خبرې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی.

جان اڅکزي تر دې یوه ورځ وړاندې هم ویلي وو چې د بلوچستان صوبې د بدامنۍ د وروستیو پېښو باوجود به هم په صوبه کې د قامي او صوبايي اسمبلۍ لپاره عام انتخابات په ټاکلي وخت د امن په فضا کې ترسره شي او امنیتي ادارې او پولیس د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره لاس په کار دي.

د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ په اتمه نېټه به په بلوچستان صوبه کې د قامي اسمبلۍ د ۱۶ او د صوبايي اسمبلۍ د ۵۱ سیټونو لپاره خلک خپلې رایې کاروي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG