د پاکستان وزيراعظم په یوه فرمان کې له افغانستان سره د تړلیو لارو سمدستي پرانيستلو امر کړی دی.
د نوازشريف له دفتره په نننۍ خبرپاڼه کې راغلي چې تر ډېره وخته د دې لارو بندول د خلکو او اقتصاد لپاره ښه نه دي.په بيان کې ويل شوي وزير اعظم نوازشریف هیله ښودلې په کومو وجوهاتو چې لارې تړل شوې دي د افغانستان حکومت به د هغې مخنيوي لپاره موثره ګامونه پورته کوي.
وزير اعظم ويلي دي، په افغانستان کې د تل پاتې امنيت راوستلو لپاره هلته سوله ضروري ده او په دې لړ کې به پاکستان له افغانستان سره خپلې مرستې جاري ساتي.
د وزير اعظم له کوره بیان زیاتوي چې د دواړو هېوادونو ترمينځ مذهبي، ثقافتي او تاريخې اړيکې دي نو په داسې حالاتو کې تر ډېرې مودې د لارو بندېدل د ولس او معاشي استحکام په ګټه کې نه دي.
تر یوې میاشتې زیاته موده کېږي چې پاکستان له افغانستان سره تورخم او چمن دروازې تړلې وې خو په تورخم کې پوليټيکل تحصيلدار شمس الاسلام د یکشنبې ورځ مشال راډيو ته وويل چې دوی د دروازې پرانيستلو ته تيار دي خو تر اوسه ورته د وزيراعظم حکم نه دی رسېدلی.
هغه همداراز زياته کړه چې خلک دې تر اوسه پورې ځکه هلته اوښتو لپاره نه ورځي چې د دروازې پرانيستل به يو څه وخت نيسي.
په فبرورۍ کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پرله پسې ځانوژونکيو او ترهګرو حملو وروسته د پاکستان امنیتیو ځواکونو د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه د تورخم او چمن لارې تر ناڅرګندې مودې تړلې وې.
د پاکستان پوځ ويلي دي چې له دې لارو وسله وال ورځي خو کابل دا نه مني او وايي دوی په خپله د پاکستان مېشتو وسله والو ډلو د تشدد ښکار دي.
په دا وروستيو کې سوداګرو، د پاکستان پر حکومت فشار زيات کړی وو چې دا لارې دې د لويو اقتصادي زیانونو مخنیوي لپاره پرانيزي.