د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیکان وايي، په سرشمېرنه کې د دوی مذهب له پامه غورځول شوی


په پاکستان کې د سرشمېرنې بهیر
په پاکستان کې د سرشمېرنې بهیر

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مارچ له ۱۵مې د کور او سرشمېرنې بهیر پیل شوی دی چې د مې تر ۲۵مې به دوام لري.

پېښور - د سیک مذهب پېرویانو د پاکستان د وفاقي حکومت او شماریاتو ادارې پر ضد د پېښور په های کورټ کې مقدمه درج کړې ده.

دوی وايي ، په پاکستان کې د سرشمېرنې په فارم کې د نورو مذهبونو غوندې د سیکانو لپاره ځانګړې خانه نده ورکړل شوې.

په پاکستان کې د سیکانو د ټولنې مشر رادېش سینګ ټوني په دې اړه د سېشنبې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د نورو مذهبونو په اړه په فارم کې خانه شته خو د دوی لپاره نشته.

د نوموړي په وینا ، دوی غواړي چې د خپل مذهب د پېرویانو کره شمېره ورته مالومه شي.

سیک مشرانو وویل چې که یې غوښتنې ونه منل شوې نو په اسلام اباد کې به احتجاجي ناسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مارچ له ۱۵مې د کور او سرشمېرنې بهیر پیل شوی دی چې د مې تر ۲۵مې به دوام لري.

XS
SM
MD
LG