یو این ایچ سي آر ویلي دي چې د ستنیدونکو کډوالو سره به مرسته کوي او د سفر د خرڅ لپاره به هرې کورنۍ ته دوه سوه ډالره هم ورکوي.
د ګوند ویاند نعیم الحق نن په کمېشن کې د درخواست تر دایرولو وروسته خبریالانو ته وویل، دوی د پاناما اسنادو په اړه د وفاقي حکومت اقداماتو انتظار وکړ او اخر مجبوره شول چې انتخاباتي کمېشن او عدالت ته ولاړ شي.
پاکستان وايي چې د تېر ګل په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د پولې سمبالولو لپاره دواړو ملکونو د یومیکانیزم جوړولو فېصله کړې ده.
د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې مشر فیلیپو ګرېنډي ويلي دي چې د افغان کډوالو لپاره د پاکستان کوششونه ستایي او اداره به یې د کډوالو ستنېدولپاره سازګاره حالات پيدا کوي او د مسلې هوارولو کوشش به کوي.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسين وايي، د سيمې د تلپاتې سولې او پرمختګ لپاره ضروري ده چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد"افغانستان" ته ستانه شي.
پرېکړه تر هغې وروسته وشوه چې څو ورځې وړاندې د مفتي عبدالقوي خان او ممثلې قنديل بلوچ سيلفي عکسونه په ټولنيزو شبکو "فېسبوک" او "ټويټر" کې خپاره شول چې د ولس له توندو غبرګونونو سره مخ شول.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي په افغانستان کې د هند د شتون او نفوذ په اړه د پاکستان اندېښنه رد کړه.
د وزيراعظم د بهرنیو چارو صلاح کار سرتاج عزيز وويلي دي چې د تېرې مودې راهیسې افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي خو په افغانستان کې په سیاسي حالاتو کې د ښه کېدو وروستو دې کډوالو له پکار دي چې خپل هېواد ته ستانه شي.
شنګهای تعاون تنظیم کې شپږ مستقل او شپږ مبصر ملکونه دي. په مستقل ملکونو کې شپږ ملکونه چین ، روس ، قازقستان ، کرغېزستان ، تاجکستان او ازبکستان شامل دې. د مبصر ملکونو په فهرست کې پاکستان ، هند ، افغانستان ، ایران ، بېلا روس او منګولیا دې.
د مذهبي چارو کار پوه قبله آياز مشال ريډيو ته وويل چې اسلام د مينې محبت او مذهبې آزادۍ مذهب دې او په قرآن و سنت کې هم په زوره د چا مذهب بدلولو اجازت نشته۔
اپوزيشن وايي، که چرې د حکومت لخوا په ضابطه کارو څه مثبت جواب رانغلو نو تر اختر وروسته به احتجاجونه پیلوي.
د ذکر ده چې د راجستر افغان کډوالو په پاکستان کې د پاته کېدو موده د پروسږ کال دسمبر مياشتې په ٣١ نيټه پوره شوې وه خو وزيراعظم نواز شريف دا موده د روانې میاشتې تر دېرشمې (۳۰) نيټې پورې وغځوله.
نور وښیئ