د لاسرسي ځای

تازه خبر

د راجستر افغان کډوالو کارتونو موده په ختمېدو ده


یو افغان کډوال خپل راجسټر کارډ ښيي
یو افغان کډوال خپل راجسټر کارډ ښيي

په پاکستان کې میشتو راجستر افغان کډوالو د پي او آر کارتونو موده د جون میاشتې پر دېرشمه نېټه پای ته رسېږي خو حکومت لا هم د دغې نېټې تمدیدولو په بای هېڅ پرېکړه نه ده کړې.

په پاکستان کې د یو این اېچ سي آر ویاندې دنیا اسلم خان مشال راډیو ته وویل چې په افغانستان کې یوخو د امنیت وضع دومره ښه نه ده او بله دا چې هلته حکومت په فوري توګه نشي کولی چې په دومره زیات شمېر کې د کډوالو هستوګنې لپاره زمینه برابره کړي نو باېد د پاکستان حکومت دې د راجستر کډوالو د اوسېدو موده د دوه زره اوولسم (۲۰۱۷) کال تر پایه وغځوي.

د نوموړې په وینا چې د راجستر کډوالو پحقله چې پاکستان کومه پالېسي جوړه کړې ده نو وفاقي کابېنې تر دې دمه د هغې منظوري نه ده ورکړې او په دې لړ کې ورته هېڅ معلومات نشته چې د پاکستان وفاقي کابینه به راجستر کډوالو ته ورکړل شوو کارتونو موده څه وخت وغځوي خو نن يې د ادارې مشر پاکستان ته ورـــ روان دی او په راتلونکيو دوو ورځو کې به له پاکستانيو چارواکو سره د راجستر کډوالو په باب وغږېږي.

دنیا اسلم خان زیاته کړه چې د راتلونکې میاشتې په نولسمه (۱۹) نېټه به په اسلام آباد کې د درې اړخيزه کمېشن یوه غونډه هم کېږي چې پکې به د پاکستان سېفران وزارت چارواکوعلاوه د افغانستان مهاجرينو وزير او د یو اېن اېچ سي آر چارواکي هم ګډون کوي.

د ذکر ده چې د راجستر افغان کډوالو په پاکستان کې د پاته کېدو موده د پروسږ کال دسمبر مياشتې په ٣١ نيټه پوره شوې وه خو وزيراعظم نواز شريف دا موده د روانې میاشتې تر دېرشمې (۳۰) نيټې پورې وغځوله.

په اسلام آباد کې د افغانستان په سفارتخانه کې د کډوالو چارو مرستیال مشر ذبیح الله مشال راډیو ته وویل چې پر دې معامله دوی هم د پاکستان سېفران وزارت سره په تماس کې دی خو تر اوسه ورته د وزارت لخوا څه نه دي ویل شوي.

مشال راډیو چې کله د افغان مهاجرینو لپاره د پاکستان چیف کميشنر ډاکټر عمران زېب سره تماس ونيولو نو نوموړي فقط دومره وويل چې د پي او آر کارتونو موده غځولو لپاره يې وزيراعظم هاوس ته درخواست لېږلی دی خو وزيراعظم له ملکه بهر دی او د هغه تر ستنېدو ورسته به یو څه فېصله وشي.

یاده دې وي چې د دې راجستر افغان کډوالو په پاکستان کې د ایسارتیا موده غځولو پحقله د سیفران وفاقي وزیر عبدالقادر بلوڅ د پروسږ کال په اګست میاشت کې یوې خبري غونډې ته ویلي و چې د افغان كډوالو ستنېدل به د یودېرشم (۳۱) دسمبر ۲۰۱۵ م کاله پس په دوه كاله كې بشپړېږي.

دا دې هم یاده وي چې په پاکستان کې دا مهال ترپنځلس (١٥) لکو زيات راجستر او قريبا هم دومره غېر راجستر کډوال ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG