د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نړيواله ټولنه دې د افغان کډوالو ستنېدنه یقیني کړي'


د نهې په ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره های کمشنر فلېپو ګرېنډي د وزيراعظم له بهرنیو چارو صلاح کار سرتاج عزيز سره په اسلام آباد کې ملاقات وکړل.

د دغه ملاقات په اړه د پاکستان بهرنیو دفتر په خپلې خبرپانه کې ویلي چې د سرتاج عزيز وینا وه چې نړيواله ټولنه دې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په عزت سره خپل هېواد ته لېږدلو کې کردار ولوبوي ځکه پاکستان د تېرو ۳۰ کلونو زیاتې مودې راهیسې افغان کډوالو ته په ملک کې ځای ورکړی دی خو په پاکستان کې د سماجي، معاشي او سلامتۍ مسلو لوجې د افغان کډوالو نور دلته پاتې کېدل مناسبه نه دي،

د سرتاج عزيز وویل چې په افغانستان کې په سیاسي حالاتو کې ښوالې راتللو وروسته په پاکستان کې مېشتو کډوالو له پکار دي چې خپل ملک ته دې ستانه شي بلکه د افغانستان په ترقۍ او بیا ودانۍ په عمل کې دې برخه هم واخلي.

د ملاقات پر مهال د های کمشنر وویل چې پاکستان د تېرو ۳۷ کلونو راهیسې د افغان کډوالو مېلمستیا کوي کومه چې د ستاینې وړ ده او زیاته يې کړه چې له پاکستان سره به په ګډه کار کوي چې د کډوالو د مسلې څه مستقل حل راوويستل شي.

د یاده ونې ورده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره های کمشنر فلېپو ګرېنډي خپلې د ايران او افغانستان دورې مکملولو وروسته په درې ورځنې سفر پاکستان ته راغلی دی.

خبریال او افغان چارو نظر لرونکې رحيم الله یوسفزی وايي چې پاکستان د ډېر وخت راهیسې دا غوښتنه کوي چې دلته مېشت کډوال دې خپل ملک ته ولاړ شي او په خصوصي توګه هغه کډوال چې راجستر نه دي.

د نوموړي په وايي، کله د دواړه ملکونو ترمېنځه تعلقات خراب شوي دي نو د پاکستان په غوښتنه کې هم زیاتوالې راغلې دی.

یاده دې وي چې په پاکستان کې دا مهال د ١٥ لکو زيات راجستر او هم دومره غېر راجستر کډوال ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG