د لاسرسي ځای

تازه خبر

رویت هلال کمېټۍ کې د مفتي عبدالقوي غړیتوب وځنډول شو


د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې د دې هېواد د مذهبي چارو وزير دا پرېکړه تر هغې وروسته کړې چې څو ورځې وړاندې د مفتي عبدالقوي خان او ممثلې قنديل بلوچ سيلفي عکسونه په ټولنيزو شبکو "فېسبوک" او "ټويټر" کې خپاره شول چې د ولس له توندو غبرګونونو سره مخ شول.

مفتي عبدالقوي خان چې د عمران خان په مشرۍ په خېبر پښتونخوا صوبې کې د واکمن تحريک انصاف ګوند د مذهبي څانګې مشر دى به تر دې وروسته د اختر د مياشتې لېدلو لپاره د رويت هلال کمېټۍ په غونډو کې ګډون نه شي کولاى.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د مذهبي چارو وزير د مفتي عبدالقوي او قنديل بلوچ د ګډ يا سيلفي عکسونو د تحقيقاتو امر ورکړى او د تحقيقاتو تر بشپړېدو پورې يې هغه له دندې ګوښه کړى دى.

له بلې خوا قنديل بلوچ د پاکستان له ايکسپريس نيوز ټلويزيون سره د خبرو پر مهال د مذهبي چارو د وزير د پريکړې هرکلى وکړ او دا يې ښه ګام وباله.

که څه هم مفتي عبدالقوي پر ټولنيزو شبکو د سيلفي عکسونو تر خپرېدو وروسته له بېلابېلو رسنيو سره په خبرو کې ټينګار کړى و چې له قنديل بلوچ سره يې د هغې په غوښتنه ملاقات کړى، خو قنديل بلوچ د مفتي دا خبره ردوي او وايي چې د مفتي په غوښتنه او ډېر اصرار ملاقات ته ورغلې وه.

قنديل بلوچ په دې اړه ايکسپريس نيوز ټلويزيون ته وويل:" له دې ډول خلکو سره بايد همداسې چلند وشي. زه ډېره خوشحاله يم چې د هغه غړيتوب وځنډېده. ما له مفتي سره ملاقات نه غوښتل، بلکې هغه ډېر اصرار کاوه او زه يې بيا بيا ملاقات ته بللم. "

قنديل بلوچ د پاکستان بې باکه او متنازعه ممثله و د ټولنيزې شبکې فعاله ده چې ډېرى وخت يې د متنازعه بيانونو او عکسونو له امله پر ټولنيزو شبکو او رسنيو ناندرې روانې وي.

د رسنيو د راپورونو له مخې تېره ورځ د پاکستان د سېنټ د قايمه کومېټې په غونډه کې هم پر ټولنيزو شبکو د مفتي عبدالقوي خان او قنديل بلوچ پر خپرو شويو عکسونو تود بحث شوى و او د دغه کومېټې مشر حافظ حمدالله ويلي وو:

" مفتي عبدالقوي تر اختر مخکې د اختر مياشت وليدله."

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG