د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف د وزیراعظم نواز شریف پر ضد درخواست جمع کړ


د تحریک انصاف مشر عمران خان
د تحریک انصاف مشر عمران خان

د ګوند ویاند نعیم الحق نن په کمېشن کې د درخواست تر دایرولو وروسته خبریالانو ته وویل، دوی د پاناما اسنادو په اړه د وفاقي حکومت اقداماتو انتظار وکړ او اخر مجبوره شول چې انتخاباتي کمېشن او عدالت ته ولاړ شي.

اسلام اباد: پاکستان تحریک انصاف ګوند د وزیراعظم نواز شریف پر ضد په انتخاباتي کمېشن کې غوښتنلیک جمع کړی.

د ګوند ویاند نعیم الحق نن په کمېشن کې د درخواست تر دایرولو وروسته خبریالانو ته وویل، دوی د پاناما اسنادو په اړه د وفاقي حکومت اقداماتو انتظار وکړ او اخر مجبوره شول چې انتخاباتي کمېشن او عدالت ته ولاړ شي.

تر دې مخکې تېر ماښام د پیپلز ګوند تر غونډې وروسته په بیان کې راغلي ول چې دوی به هم نه یوازې انتخاباتي کمېشن ته ځي بلکې د وزیراعظم شتمنیو اصلي صورتحال معلومولو لپاره به د احتساب قامي ادارې ته هم ځي.

د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د ګوند په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پاناما اسنادو په اړه به پر خپلو غوښتنو ولاړ وي.

په بیان کې د ګوند ویاند فرحت الله بابر له خولې ویل شوي، دوی ((له نورو ګوندونو سره مشوره کوي)) ځکه چې حکومت د پاناما اسنادو ((باوري او موثره)) پلټنو عمل ځپي.

بیان زیاتوي، د وزیراعظم د نااهلۍ او احتساب په اړه به غوښتنلیکونه ((ژر تر ژره دایروي.))

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف دفتر یا وفاقي حکومت د تحریک انصاف او پیپلز ګوند دې اقداماتو په اړه د دې رپوټ تر خپرېدو لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG