په داسې حال کې چې د پاکستان په پنجاب صوبه کې ګڼې لویې وسله والې ډلې موجودې دي، پوځ د څو مشکوکو تورنو غلو پر ضد عمليات کوي. د پاکستاني امنيتي ادارو او حکومت لپاره ولې د هغو وسله والو ډلو ځپل اهميت نه لري چې په مختلفو لويو ترهګرو بريدونو کې تورنې دي؟
واکمن مسلم لیګ ګوند په غونډه کې پرېکړه شوې چې د سیاسي ګوندونو له پارلیماني مشرانو سره به رابطې کېږي او هغوی به د یو کمېشن جوړولو لپاره په اعتماد کې اخیستل کېږي.
پېښور: د چین او پاکستان ترمنځ په اقتصادي راهدارۍ کې د خېبر پښتونخوا حق تر لاسه کولو لپارهجوړ د کوريډور فرنټ په نوم سياسي اتحاد پريکړه کړی چې تر څو په صوبه کې د پروژې کار په عملي توګه و نه ويني تر هغو به د مرکزي حکومت پر هيڅ قسمه ژمنه باور ونکړي.
د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې د نورو هیوادونو تر څنګ پر پاکستان هم کلکې نیوکې شوې دي.
زما په نظر، د اسمبلۍ غونډې ژوندۍ خپرونه درول ناسم کار دی. که زموږ اسمبلي شفافه نه وي او پر داسې حساسه موضوعاتو د بحث پر وخت که د پي ټي وي خپرونې درول کېږي نو [خبریالان] بیا دا حق لري چې هغوی د غونډې حال بیان کړي.
زموږ ورکړل شوي ترمیمونه منظور نه شول نو موږ د مسودې مخالفت وکړ. لومړۍ خبره دا ده چې [که دا مسوده] قانون شي نو د دې ناسم استعمال اندېښنه ده او د دې د ناسمې کارونې مخنیوي هېڅ لار نه ده ټاکل شوې.
د زیارت په ورځ خارجه چارو دفتر کې اوونیزې خبري غونډې ته ویاند نفیس زکریا د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغانستان ټېکاو او استحکام نه یوازې د پاکستان بلکې ټولې سیمې لپاره مهم دې.
په دې رپوټ کې پر پاکستان له دې کبله هم نیوکې شوې دي چې خبریالان پکې ځورول کېږي او حکومت پر غونډو او تګ راتګ محدودیونه لګولي دي.
د قامي اسمبلۍ غړی جمال الدین وايي: ”یو تن ماته ډېر په درد سره خواست وکړو او یوه ویډیو يې راته وښودله چې پکې د پنجاب امنیتي اهلکار د یوې پښتنې ښځې تلاشي اخلي نو پر دې اساس ما په قامي اسمبلۍ کې دا خبره وکړه“
د ګل په ورځ د پارلیمان په ګډه غونډه کې د پي ای اې پبلیک لېمېټېد کمپنۍ جوړولو بل د قانون وفاقي وزیر زاهد حامد وړاندې کړ.
د پاکستان کورنیوو چارو وزیر چودري نثار علی خان د پاناما اسنادو معاملې په اړه ویلې دي چې د اسمبلۍ د ټولو غړو احتساب پکار دی.
د اتوار په ماښام په اسلام اباد کې په یوه وینا کې وکړه او و یې وېل چې تر ۲۴ اپرېله وزیر اعظم نوازشریف ته وخت ورکوي چې استعفا ورکړه. ځکه چې په پاناما لیکس کې یې د کورنۍ غړیو د نومونو له افشاکېدو پس د حکومت کولو هېڅ اخلاقي جواز ورسره پاتې نه شو.
نور وښیئ