د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاناما اسناد: د پاکستان پارلمان ټولو غړیو احتساب دې وشي


د پاکستان کورنیوو چارو وزیر چودري نثار علی خان د پاناما اسنادو معاملې په اړه ویلې دي چې د اسمبلۍ د ټولو غړو احتساب پکار دی.

په پنجاب هاوس اسلام اباد کې پرېس کانفرنس په وخت د پاکستان کورنیو چارو وزیر وویل، اپوزیشن غوښتنه کوي چې د پاناما اسنادو معامله دې اېف ای اې وپلټي:

“دا ما ویلې وو او یو وارې بیا دا خبره کوم. مخکې مو قامي تحقیقاتي اداره ځکه په دې معامله کې نه ښکېلوله چې د حکومت ماتحت ادارې تور به پرې ولګي خو اپوزیشن او بیا په خاص توګه عمران خان لخوا دا مطالبه راغله نو ما ورته وویل چې زه دې لپاره تیار یم او زه دا فېصله په عمران خان پرېږدم د پاکستان په هر ګوټ کې د ایف ایې اې کوم یو افسر هم وي هغه دې نامزد کړې نو موږ به یې په باقاعده توګه اعلان وکړو”.

چودري نثار وویل راځې لومړی خپل ځانونه د احستاب لپاره وړاندې کو او د ټولو مخکې زه ځان د احتساب لپاره وړاندې کوم.

د ده په وینا چې پیپلز ګوند له په پارلېمان کې د سرې محل نه د تحقیقاتوخبره شروع کول پکار وه، وزیراعظم خو په لندن کې د فليټونو خبره نه ده رد کړې.

د کورنیوو چارو وزیر زیاته کړه چې پاکستان تحریک انصاف ته به په ډېچوک یا اېف ناین پارک کې د جلسې اجازت نه ورکوي، په سرښار اسلام اباد کې یو سیاسي اجتماع د اسلام اباد د ولس د بنیادي حقونو مسله ده.

ده وویل چې په دې معامله هغه عمران خان سره خبرو له تیار دې.

واضحه دې وي پاکستان تحریک انصاف پانامه لیکس معاملې تحقیقاتو لپاره تحریک چلولو او په۲۴اپریل په اېف ناین پارک کې د جلسې اعلان کړی دی.

په پاناما اسنادو د تحقیقاتو معاملې په اړه د سیاسي چارو کار پوه ایمل خټک وایي

“د پاناما اسنادو معامله ما ته نه ښکاري چې ډېره زر به هواره شي ځکه چې دې کې کوم خلک پکې ککړ دي نو هغه ډېر طاقت ور خلک دي او که فرض وکړې په صحیح توګه پلټنې وشي نو بیا پکې ټول راګیریږي. نو پلټنې څنګه پکار دي او د چا په ذریعه پکار دې؟ په دې به اختلاف وي او راته نه ښکاري چې دا مسله به تر ډېره پورې هواره شي”.

واضحه دې وي چې د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د جمعې په ورځ پارلېمان کې د بحث په وخت د وزیراعظم د اسعتفا غوښتنه کړې وه او ویلي وو چې ورته د حکوت لخوا جوړ کړې شوې عدالتي کمیشن منظوره نه دې بلکه موجوده چیف جسټس په مشرې کې دې یو خود مختاره کمیشن جوړ کړې شي.

XS
SM
MD
LG