د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ای اې نیمايي ونډې به پلورل کېږي


د ګل په ورځ د پارلیمان په ګډه غونډه کې د پي ای اې پبلیک لېمېټېد کمپنۍ جوړولو بل د قانون وفاقي وزیر زاهد حامد وړاندې کړ.

په اسلام اباد کې د پارلیمان په ګډه غونډه کې د پي ای ای (پاکستان نړیوالې هوايي کرښې) و پبلیک لېمېټېد کمپنۍ کې ته د اړولو بل منظور کړ، چې له کبله به د دغه ادارې نیمايي ونډې پلورل کېږي.

د بل له مخې به اوس د پاکستان قامي هوايي کرښې نجکاري نه کېږي خو په سلو کې ۴۹ ونډې به یې پلورل کېږي او پاتې ۵۱ فيصده به یې حکومت له ځان سره ساتي. د دې ترڅنګ انتظامي کنټرول به يي هم له حکومت سره وي او د ملازمینو پر تنخاګانو او مراعاتو باندې به یې هېڅ اثر نه غورځېږي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د پي ای اې ملازمينو اتحادیې یو ویاند نصرالله اپرېدي ووېل چې د دغه بل جاج اخیستو لپاره یې نن (نهې ورځ) خپله یوه غونډه رابللې ده چې پر حکومتي پرېکړه راتلونکې کړنلاره وټاکي:

”نن موږ د دې جاج اخلو او دا سمه ده او موږ دوه درې غوښتنې لرلې چې د پي ای اې نجکارۍ ضرورت نشته دی، اوس چې حکومت ۵۱ فيصده ونډې له ځان سره ساتي او ۴۹ فیصده پلوري، نو معنا يې دا شوه چې د دې په بشپړه توګه نجکاري نه کوي.“

د پي ای اې کارکوونکیو مظاهرې دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:33 0:00

د الوتکو چارو یو کارپوه افضل شاه له مشال راډيو سره په په خبرو کې وویل چې له حکومتي پرېکړې سره به د پي ای اې پر کارکردګۍ یو ښه اغېز وشي:

”له دې وروستو به د پاکستان هوايي کرښې په کارکردګۍ ډېر ښه اثر پرېوځي ځکه چې په پاکستان کې دا تاثر ډېر عام دی چې دلته په سرکاري ادارو کې کار نه کېږي او یو کس ۵۰۰۰ زره تنخا اخلي او کار د شلو زرو نه کوي خو د دې په ترڅ کې په پرايوېټ ادارو کې که یو لک تنخا ورکوي نو هومره ترې کار هم اخستل کیږي او بله دا چې پي ای اې کې په هر حکومت کې په سیاسي بنیادونو ډېر زیات خلک ګمارل شوي دي چې له کبله يې په دې ادارې ډېر بوج و او دا له تاوان سره مخامخ شوې وه نو زه فکر کوم چې له دې امله به دا اداره ډېره ښه شي او پاکستان ته به ګټه راوړي. “

د ذکر ده د پاکستان حکومت نړیوال مالیاتي ادارې ای اېم اېف ته باور ورکړی و چې د۲۰۱۶ م کال تر جون میاشتې به د پاکستان قامي هوايي کرښې نجکاري کوي. د سږني کال په یویشتمه جنورۍ حکومت د پي ای اې نجکارۍ بل پارلیمان ته وړاندې کړو چې له کبله یې په ټول پاکستان کې د پي ای اې ملازمینو په احتجاج لاس پورې کړ او د الوتکو الوتنې یې هم ودرولې خو د حکومت او احتجاجي ملازمینو تر مزاکراتو وروستو الوتنې بیرته بحالې شولې.

کراچۍ: د پي ای اې ملازمینو احتجاج
کراچۍ: د پي ای اې ملازمینو احتجاج

XS
SM
MD
LG