د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيد عالم مسود: په اقتصادي راهدارۍ کې د بدلون پر ضد پاڅون کوو


پېښور: د چین او پاکستان ترمنځ په اقتصادي راهدارۍ کې د خېبر پښتونخوا حق تر لاسه کولو لپارهجوړ د کوريډور فرنټ په نوم سياسي اتحاد پريکړه کړی چې تر څو په صوبه کې د پروژې کار په عملي توګه و نه ويني تر هغو به د مرکزي حکومت پر هيڅ قسمه ژمنه باور ونکړي.

دا پرېکړه د جمعه په ورځ په پېښور کې د کوريډور فرنټ په غونډه کې وشوه.

د دې اتحاد مشر ډاکټر سيد عالم مسود مشال راډيو ته وويل چې دوي به اوس د خپلوغوښتنو لپاره د ولسي پاڅون هڅې کوي.

د جماعت اسلامي صوبايي امير مشتاق احمد وويل د چین د کاشغر او د پاکستان د ګوادر ترمنځ داقتصادي راهدارۍ اصلي لار له خېبر پښتونخوا تېرېږي خو مرکزي حکومت دغه لار پنجاب ته اړوي.

دا اقتصادي لاره له خیبر پښتونخوا تېرېدو وروسته د بلوچستان په پښتني سیمو کې تېریږي.

د بلوچستان سیاسي او مذهبي ګوندونه په ځانګړې توګه پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم د پاکستان پر مرکزي حکومت تور لګوي چې دا لاره پنجاب ته اړوي.

په مرکز کې واکمن مسلم لیګ نون ډله دا تور نه مني او وايي چې د کاشغر ګوادر ترمنځ په اقتصادي لاره کې یې بدلون نه دی کړی.

وزیراعظم نواز شریف ، ولسمشر ممنون حسېن او یو شمېر مرکزي وزیرانو په وار وار ویلي چې د دې لارې ګټه به ټولو صوبو ته رسیږي.

ټاکل شوې ده چې د چین له کاشغره د پاکستان تر ګوادره به پر دې ګڼ اړخیزه اقتصادي لاره ۴۶ اربه ډالره لګښت راځي.

د پاکستاني حکومت له خوا د ورک کړل شوو مالوماتو له مخې ، د دې اقتصادي لارې لویه برخه به د ۲۰۱۸م کال تر منځه سر ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG