افراسیاب خټک وايي افغان حکومت دپاکستان نه غوښتنه کړې چې د سولې په بهیر کې دې ورسره مرسته وکړي.
طالبانو د جنوبي وزيرستان د ګومل زام ډيم اووه تنه تښتول شوي کارکوونکي نن د خالي په ورځ خوشي کړل.
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د امنيت په اړه به ډير زر يو ټول ګونديز کنفرنس راوغواړي.
پاکستاني طالبانو ويلي دي، که چېرې حکومت له دوی سره د سولې خبرو ته جدي وي نو داسې ګامونه دې پورته کړي چې د دوی اعتماد پرځای شي.
د بهرنيو چارو کار پوه سفير رستم شاه مومند وايي، د هغه په فکر دا یو ښه ګام دی چې د پاکستان او هند چارواکي سره ویني
د کراچۍ تر ټولو لوی ګوند ایم کیو ایم ویلي دي په ښار کې روان عملیات یوازې او یوازې د دوی د ګوندي غړو او مشرانو د نیولو لپاره شورو شوي دي.
د ګومل زام ډېم په جوړولو کې د جنوبي وزیرستان ټانک او ډېره اسماعیل خان کې د شینکې سیوا کولو کې هم مرسته وکړې او په خیبر پښتونخوا کې د ترقۍ لاره هواره شي.
د بهرنيو چارو کار پوه پروفيسر ډاکټر سرفراز وايې چې د وزيراعظم سلاکار به کوشش کوي چې د دواړو ملکونو ترمينځه تعلقات په معمول راولي.
د رېنجرز ځواک عملیاتو له شورو کیدو ۵ ورځې روسته په لومړي ځل د ایم کیو ایم ګوند لخوا ددغه ګوند د رهنما په نیونه غبرګون مخې ته راغلی دی.
نواز شریف غونډې ته په خپله پرانستونکې وینا کې وویل،” د قوت کارولو پر ځای د جوړجاړي خبرو ته لومړیتوب ورکوو خو وروستۍ پرېکړه به قامي مشران کوي."
کوهاټ د خیبر پښتونخوا بندوبستي سیمه ده چې پولې یې له دره آدم خیل، اورکزو اجنسۍ او ضلع هنګو سره لګیدلي دي.
خبريال طاهر خان وايي،”د دغسې ملاقاتونو له لارې دواړو ملکونو ته ورپېښې شخړې په ښه شان هواريدای شي“
نور وښیئ