د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د اېم کیو اېم غړي نیولو پس بلوو زور اخیستی


کراچۍ کې بلوې او مظاهرې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:55 0:00

کراچۍ کې بلوې او مظاهرې

د رېنجرز ځواک عملیاتو له شورو کیدو ۵ ورځې روسته په لومړي ځل د ایم کیو ایم ګوند لخوا ددغه ګوند د رهنما په نیونه غبرګون مخې ته راغلی دی.

د کراچۍ پولیسو د ښار د حیدري په سېمه کې تېره شپه د وژل شویو دوه پولیسو سرتیرو د وژنې په شک د ایم کیو ایم ګوند د صوبایي اسمبلۍ پخواني غړي ندیم هاشمي له نیولو وروسته نن د چارشنبې سهار راهسې د دغه ښار په بیلا بیلو سېمو کې نامالومه وسله والو هوایي ډزې کړې او په مختلفو سېمو کې یې دوکانونه او پټرول پمپونه بند کړي دي.


ددې ترڅنګ د ښار په کورنګۍ،نوې کراچۍ او د ښار په منځنۍ برخه کې قهرجنو خلکو د ندیم هاشمي په نیولو احتجاج کړی دی او په سړکونو یې ټایرونو ته اورونه ورته کړي دي.
د کراچۍ د اوروژنې د ادارې چارواکي وایي د کورنګۍ په ناصر چمپ او نورو سېمو کې نامالومه کسانو د سورلو دوه بسونه هم سوځولي دي.

د رېنجرز ځواک عملیاتو له شورو کیدو ۵ ورځې روسته په لومړي ځل د ایم کیو ایم ګوند لخوا ددغه ګوند د رهنما په نیونه غبرګون مخې ته راغلی دی.
د دغو پېښو روسته د کراچۍ د ټرانسپوټرانو اتحادې په ښار کې د نن ورځ لپاره د بسونو د نه چلولو اعلان کړی دی چې له امله یې د ښار له سړکونو د سورولو بسونه ترۍ تم دي .
ایم کیو ایم ګوند د پولیسو لخوا د ندیم هاشمي نیول غندلي دي، له مشال راډیو سره په خبرو کې د دغه ګوند یوه رهنما خواجه اظهارالحسن وویل:


((دا چې کومه فارموله اوس جوړه شوې ده چې د کراچۍ په هر ځای کې که یو جرم وشي، که څوک چرس خرڅ کړي،څوک له چا جېب ووهي او یا بل جرم وکړي ،امنیتي ځواکونه به د هغې په جرم کې د دغې سېمې د ایم کیو ایم د یونټ مشر نیسي، دا غلطه فارمولا ده او دا د کراچۍ د اپریشن مخ پر بل لور د اړولو سازش دی ))


تیره اونۍ د پاکستان وزیراعظم نوازشریف د کراچۍ په ستونزه د ټول ګوندیز کانفرنس وروسته په دغه ښار کې د نیمه پوځي دستو یا رینجر ځواک د سرتیرو لخوا د هدفي عملیاتو پریکړه کړې ده.

د رېنجرز ځواک عملیاتو له شورو کیدو ۵ ورځې روسته په لومړي ځل د ایم کیو ایم ګوند لخوا ددغه ګوند د رهنما په نیونه غبرګون مخې ته راغلی دی.

بلخوا د پاکستان کورنیو چارو مرکزي وزیر چودري نثار ویلي دي، په کراچۍ کې د امنیت چارې رینجرز ځواک ته د سپارلو ښې نتیجې مخې ته راغلي دي. د نوموړي په خبره په تېرو څلور ورځو کې د روانو په عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو په جرمونو ککړ یو شمېر عناصر او هدفي وژونکي نیولي دي.

د نهې په ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته نوموړي وویل:


((په کراچۍ کې رنیجرو په ۴ ورځو کې ۷۴ چاپې وهلي دي او په جرمونو کې ککړ ۱۵۸ کسان یې نیولي دي. په دې کې یو شمېر کسان له بیلابیلو سیاسي ګوندونو سره تعلق لري))


یاده دې وي د روان کال په تیرو اته میاشتو کې یوازې د تېر ګل یا دوشنبې ورځ داسې تیره شوې چې په دغه ورځ په کراچۍ ښار کې یو تن هم نه وو وژل شوی، خو د تېرې شپې راهسې په کراچۍ ښار کې یو ځل بیا بدامني زور نیولی دی چې د ژغورنې ادارې د چارواکو په وینا ددوه پولیس سرتیرو په ګډون پکې ۸ کسان وژل شوي دی.
XS
SM
MD
LG