د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان و پاکستان پارلماني غړو غونډه


د پاکستان پارلماني غړو پلاوي مشري سېنېټر مشاهد حسين کوي
د پاکستان پارلماني غړو پلاوي مشري سېنېټر مشاهد حسين کوي

خبريال طاهر خان وايي،”د دغسې ملاقاتونو له لارې دواړو ملکونو ته ورپېښې شخړې په ښه شان هواريدای شي“

د پاکستان و افغانستان د پارلماني غړو ترمنځه دوه ورځنۍ غونډه به سبا په کابل کې پېلېږي. په غونډه کې د ګډون لپاره د پاکستان پارلماني غړو يو پلاوی د سېنېټر مشاهد حسين په مشرۍ نن پر دوشنبه کابل ته ولاړ.


د دې غونډې تابيا د پاکستان يوې غير سرکاري ادارې پلډاټ کړېده، د دغه ادارې يو چارواکي حمل دوستين مشال ريډيو ته وويل، چې په پاکستاني پلاوې کې چودري اعتزاز احسن، مولانا محمد خان شيرانی، افراسياب خټک، فرحت الله بابر، اجمل خان وزير، جهانګير بدر، نجمه حميد او د کامران سحر علاوه د مختلفو ګوندونو غړي شامل دي.

نوموړي زياته کړه، چې په غونډه کې به د پاکستان او افغانستان په موجوده تعلقاتو او خپلمنځیو اړیکو ته وده ورکول، د دواړو ملکونو ترمينځ تجارت او د ولسونو ترمينځ رابطې زياتول، په ٢٠١٤ کال له افغانستانه د اتحادي ځواکونو له وتلو وروستو په افغانستان او سيمه کې د رامنځته کېدونکو حالاتو او د دواړو هېوادونو ترمنځه په ستراتيژيکي اړيکو او سرحدي ستونزو او بريدونوو په اړه به بحثونه او خبرې اترې کېږي.

په غونډه کې ګډون کونکې د پاکستان مسلم ليګ ق سينئر نايب صدر اجمل خان وزير وايي،” زموږ کوشش به دا وي چې د دواړو ملکونو ترمينځه تعلقات ښه کولو لپاره خپل کردار ادا کړو، ځکه چې ترڅو په افغانستان کې امن نه وي راغلی ترهغو په پاکستان کې هم امن نه شي راتللای“

خبريال طاهر خان د پاکستان و افغانستان د پارلمان د غړو ترمينځ دغه ډول خبرې اترې ډيري ګټورې بولي او وايي،”د دغسې ملاقاتونو له لارې دواړو ملکونو ته ورپېښې شخړې په ښه شان هواريدای شي“

ياده دې وي چې له دې وړاندې هم د دواړو هيوادونو د پارلماني غړو ترمينځ اوه غونډې شوېدي چې په کې ٤ په پاکستان او درې په افغانستان کې شوېدي.
XS
SM
MD
LG