د لاسرسي ځای

تازه خبر

شانګهای غونډه: د هند و پاکستان چارواکو ملاقات


د بهرنيو چارو کار پوه پروفيسر ډاکټر سرفراز وايې چې د وزيراعظم سلاکار به کوشش کوي چې د دواړو ملکونو ترمينځه تعلقات په معمول راولي.

د وزيراعظم قامي سلامتيا او خارجه چارو وزير سرتاج عزيز او د هند د خارجه چارو وزير سلمان خورشيد ترمينځه د کرغزستان په سرښار بشکک کې به د جمعې په ورځ سره ویني.


د پاکستان خارجه چارو وزارت په خپله اونیزه خبري غونډه کې د خارجه چارو وزارت وياند اعزاز احمد چودري د يو سوال په جواب کې وويل، چې ښاغلې سرتاج عزيز او د هند د خارجه چارو وزير به شنګهايې تعاون تنظيم د کانفرنس په موقع يو بل سره ملاقات کوي او په دغه ملاقات کې به په دوه اړخيز تعلقاتو خبرې اترې کيږي.

د دې ممکنه غونډې په باب د بهرنيو چارو کار پوه رستم شاه مهمند وايې د ده په فکر دا یو ډير ښه ګام دی او له غونډې به د هند او پاکستان وزيراعظمانو لپاره په نيويارک کې د ملاقات يو لاره جوړه شي.

بلخوا د بهرنيو چارو کار پوه او د پيښور يونيورسټې پروفيسر ډاکټر سرفراز وايې چې د وزيراعظم سلاکار به کوشش کوي چې د دواړو ملکونو ترمينځه تعلقات په معمول راولي.

"سرتاج عزيز صيب او د هغه هم منصب سلمان خورشيد چې هغه پاکستان کې د هند سفير هم پاتې شوې وو، کوشش به دا وي چې د دواړو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی کم کړي، او خپلمنځي تعلقات بیرته خبرو اترو او د امن طرف ته یوسي"

خو پروفيسر ډاکټر سرفراز خان خوشبينه نه دی چې تعلقات به په معمول راشي، ځکه چې هند کې راتلونکې کال ټولټاکنې کېدونکې دي او دهند ځېنې خلک موجوده حالاتو نه فايده اوچتولی شي.
XS
SM
MD
LG