د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د هند و پاکستان چارواکو لیدنه ښه پرمختګ دی"


د شانګهای همکارۍ سازمان څلی
د شانګهای همکارۍ سازمان څلی

د بهرنيو چارو کار پوه سفير رستم شاه مومند وايي، د هغه په فکر دا یو ښه ګام دی چې د پاکستان او هند چارواکي سره ویني

د پاکستان وزيراعظم د قامي سلامتيا او خارجه چارو سلاکار سرتاج عزيز او د هند د خارجه چارو وزير سلمان خورشيد ترمنځ نن د جمعې پر سهار د کرغیزستان په سرښار بیشکیک کې سره لیدلي.


د پاکستان سرکاري ټي وي ترمخه په دغه ملاقات کې پر دوه اړخيز تعلقاتو، پر کنټرول کرښه د تاوتریخوالي پای پر حللارو او د دواړو ملکونو ترمينځ د مذاکراتو پر عملي کېدو خبرې اترې شوې دي.

دغه رنګ شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې پر څنګ په دې ملاقات کې د روانې مياشتې په اخره کې د دواړو هيوادونو وزيراعظمانو ترمينځ په نيويارک کې کېدونکې ممکنه ملاقات په اړه هم خبرې اترې شوې دي.

د پاکستان سرکاري ټي وي د هند خارجه چارو وزير له خولې وايي، چې هغه په دې ملاقات کې نورو مهمو امورو په شان سرتاج عزيز سره د ممبۍ بريدونو په باب هم خبرې کړې دي.

د پاکستان وزيراعظم سلاکار او هند د خارجه چارو وزير ملاقات په اړه د بهرنيو چارو کار پوه او پخوانې سفارتکار اکرم زکي وايي چې له يو اړخیزه کاروايانو عزت نه زياتيږي او نه د مفاداتو تحفظ کېږي.

” ماته ښکاري چې زموږ حکومت ډير زيات کوششونه کوي چې له هغوی سره ملاقاتونه وکړې خو هغوی شرطونه لګوي. موږ امن غواړو خو له عزت سره. او چې کله زموږ له اړخه اعلان وشي چې د نيويارک غونډه به کېږي نو د هغوی له اړخه داسې خبرې مخې ته راځي چې لا پر يو څو څيزونو غور کول دي. “

خو د بهرنيو چارو کار پوه سفير رستم شاه مومند وايي، د هغه په فکر دا یو ښه ګام دی چې د پاکستان او هند چارواکي سره ویني:

” زه فکر کوم چې دا ډير ښه ګام دې او دې ملاقات نه به دواړو وزيراعظمانو لپاره په نيويارک کې د ملاقات يو لاره جوړه شي. او بايد چې د نيويارک کومې خبرې اترې وي ، دا صرف رسمي خبرې نوي بلکې په دې کې پر سياچین ، سرکريک، کشمير ، د ويزو په اسانيدو او پر کلتوري رابطو او د سوداګرۍ په زياتولو خبرې اترې وشي بايد چې دا يوه نوې پاڼه واړوي.“

د ذکر ده چې د نوي حکومت له راتلو وروستو دا د دواړو هېوادونو د اعلا چارواکو ترمينځ دويم ملاقات دی، چې لومړی هغه یې د روان کال په جولای مياشت د برونای دارال اسلام کې د اسيان کنفرانس په موقع کړی وو.
XS
SM
MD
LG