د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان: حکومت دې د سولې د خبرو لپاره زموږ اعتماد خپل کړي


پاکستاني طالبانو ويلي دي، که چېرې حکومت له دوی سره د سولې خبرو ته جدي وي نو داسې ګامونه دې پورته کړي چې د دوی اعتماد پرځای شي.


د تیرې جعمې په شپه له مشال راډیو سره په خپلو خبرو کې د تحرېک طالبان پاکستان مرکزی وياند شاهدالله شاهد وويل، چې تر اوسه پورې له حکومت سره د خبرو په لړ کې د دوی شورا نه کومه غونډه کړی او نه يې هم کوم شرطونه حکومت ته وړاندې کړي دي.

دا خبرې وروسته له هغو مخې ته راغلي دي چې ځینو نړيوالو رسنېو داسې خبرونه ورکړي وو چې طالبانو له حکومت سره د سولې خبرو لپاره خپل شرطونه برابر کړي دي او دی اونۍ کې به يې وړاندې کړي.

ياده دی وي چې په روانه مياشت کې د پاکستان حکومت په ټول ګونديزه غونډه کې له طالبانو سره د مذاکراتو کولو پريکړه کړی.
XS
SM
MD
LG