د شمالي وزیرستان د رزمک ځېنو سیمو اوسېدونکي وايي، د څښلو اوبه نه لري او کوهیان وچ شوي دي. دوی وايي، که ورته حکومت نللیکه جوړه کړي نو د دوی د اوبو کمښت به پوره شي. دوی مشال راډیو ته وویل، ښځې یې لرې، لرې چینو ته ورځي او په مشکل اوبه راوړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د یکشنبې یا اتوار پر ورځ پاکستان د اتلانو جام سیالیو په پایلوبه کې هند ته ماتې ورکړه. د کرکټ په دې سیالۍ کې نه یوازې پاکستانۍ لوبډلې ښه بیټېنګ وکړ او ۳۳۸ منډې یې جوړې کړې بلکې د بالېنګ په برخه کې یې هم هندۍ لوبډله تر فشار لاندې وساتله. ویډیو وګورئ.
د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، چې نن سهار په ګردیز ښار کې د پولیسو د سپین غر زون د قوماندانی پر قرارګاه دوه موټر بم بریدونه او د پلي ځانمرګو لخوا ډله ییز برید شوی دی.د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال توریالي عبدیاني د پيښې په ځای کې مشال راډیو ته وویل، چې تر اوسه شپږ ځانمرګي برید ګر وژل شوي، خو لاهم جګ
په پاکستان کې لارۍ چلونکي په دې پېژندل کېږي چې تر خپل کور د خپلو لاریو پر ښایسته کولو زیاتې پېسې لګوي. خو د لاریو دا ښایسته کول د نور څه تر څنګ کاروباري اړخ هم لري. په زړه پورې تصویرونه وګورئ
په پېښور کې سرجيت سنګ او د کورنۍ نور غړي يې د روژه ماتې لپاره په مسلمانانو شربت ويشي. د ځلاند يوسفزي ويډيو.
سیکان او هندوان په پېښور کې د خپلو مړیو سوځولو لپاره شمشان ګاټ نه لري او اړ دي چې خپل مړي نېږدې ۷۰ کیلومیټره لیرې اټک پله ته نېږدې شمشان ته یوسي. د مشال راډیو خبریال غلام غوث د دوی پر دغه ستونزه ځانګړی ویډيو راپور کښلی او د هغوی له یوې جنازې سره تر اټک پله تللی دی.
د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د چارشنبې په ورځ د اسلام اباد په فېډرل جوډيشل اکاډمي کې د پانامه اسنادو په مقدمه کې جوړې ‘ګډې پلټنيزې ډلې‘ ته وړاندې شو او خپل دريځ يې ریکارډ کړو.
د پاکستان امنیتيو ځواکونو او خاصه دارو ځواکونو د خیبر ایجنسۍ په جمرود کې افغانستان ته مال- وړنکي چې افغانستان ته ولاړ شي او دې ګاډو د زیات وزن له وجې د پيښور او تورخم ترمنځ سړک ځ
د بلوچستان مرکز کوټې د خروټ اباد په یوه ښوونځي کې د تشناب نه لرلو له وجې لسګونو نجونو خپلې زده کړې پرېښي دي. د خروټ اباد، صدیق اباد سکول زده کوونکې او استادانې وايي چې ټولګیو کې څوکۍ او مېزونه هم نه شته، ټولې نجونه پر ځمکه ویړو ټاټونو باندې ناستې وي. د مشال راډيو خبریال ایوب ترین دغه سکول ته ورغلی
د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې د انفارمېشن ټېکنالوژۍ، انجينېرۍ او مينېجمنټ علومو پوهنتون (BUITEMS) کې د ښکليو هنرونو نندارتون
نور وښیئ