سیکان او هندوان په پېښور کې د خپلو مړیو سوځولو لپاره شمشان ګاټ نه لري او اړ دي چې خپل مړي نېږدې ۷۰ کیلومیټره لیرې اټک پله ته نېږدې شمشان ته یوسي. د مشال راډیو خبریال غلام غوث د دوی پر دغه ستونزه ځانګړی ویډيو راپور کښلی او د هغوی له یوې جنازې سره تر اټک پله تللی دی.
د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د چارشنبې په ورځ د اسلام اباد په فېډرل جوډيشل اکاډمي کې د پانامه اسنادو په مقدمه کې جوړې ‘ګډې پلټنيزې ډلې‘ ته وړاندې شو او خپل دريځ يې ریکارډ کړو.
د پاکستان امنیتيو ځواکونو او خاصه دارو ځواکونو د خیبر ایجنسۍ په جمرود کې افغانستان ته مال- وړنکي چې افغانستان ته ولاړ شي او دې ګاډو د زیات وزن له وجې د پيښور او تورخم ترمنځ سړک ځ
د بلوچستان مرکز کوټې د خروټ اباد په یوه ښوونځي کې د تشناب نه لرلو له وجې لسګونو نجونو خپلې زده کړې پرېښي دي. د خروټ اباد، صدیق اباد سکول زده کوونکې او استادانې وايي چې ټولګیو کې څوکۍ او مېزونه هم نه شته، ټولې نجونه پر ځمکه ویړو ټاټونو باندې ناستې وي. د مشال راډيو خبریال ایوب ترین دغه سکول ته ورغلی
د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې د انفارمېشن ټېکنالوژۍ، انجينېرۍ او مينېجمنټ علومو پوهنتون (BUITEMS) کې د ښکليو هنرونو نندارتون
درې کاله وړاندې د پېښور په پښته خره کې د قدرتي ګېس چادونې په پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ تنه سخت سوځېدلي ول چې پکې یوه مور او د هغې ماشومان شامل ول خو تر دې لوی غم دا وو چې د کور مشر په پېښه کې وژل شوي وو چې اوس یې کونډه مېرمن او یتیمان ماشومان له کړاوه ډک ژوند تېروی. په پېښور کې د مشال راډيو خبریال
نن د جوزا ۲۴ د افغانستان د خوږ ژبي سندغاړي احمد ظاهر د مړینې له اته دیرشم تلین سره بربره ده. د هغه مینه والو نن د احمد ظاهر په یاد د هغه په وروستي ارامګاه د ګلونو کیډۍ کېښودې. ویډیو: ولی سباوون ایډیټ: نصرت پارسا
د کابل ښار د اوسېدونکو له زیاتو شکایتونو وروسته د پایتخت زون د پراختیا ادارې د کابل سیند د یوې برخې د پاکسازۍ چارې پیل کړې. ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
د بريټانیا په پلازمینه لندن کې د یوې لویې اورلګېدنې په نتیجه کې ګڼ کسان وژل شوي او ټپیان دي. د لندن د اور وژنې ادارې رئیس ډني کټون نن وویل چې اورلګېدنه د لندن ښار په لویدیځه څنډه کې په یوه بلاک کې شوې ده او لاهم له سوځیدلې ودانۍ دود پورته کېږي.کټون وویل، د سوځیدلي بلاک د ساختماني پیچلتیا او لو
د خیبر پښتونخوا د سوات کالام سیمې ته یو خوا خلک د ګرمۍ له وجې ورځي او بلخوا د دغې سیمې پر غرونه پرتې واورې په ټرکونو باروي او د مزدورۍ لپاره د پښتنونخوا نور سیمو ته وړي. په دې اړه د مشال خبریال خالد خان ويډیويي راپور جوړ کړی دی.
نور وښیئ