د لاسرسي ځای

د نن ورځې برید په اړه د پکتیا د امنیه قوماندان څرګندونې


د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، چې نن سهار په ګردیز ښار کې د پولیسو د سپین غر زون د قوماندانی پر قرارګاه دوه موټر بم بریدونه او د پلي ځانمرګو لخوا ډله ییز برید شوی دی.د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال توریالي عبدیاني د پيښې په ځای کې مشال راډیو ته وویل، چې تر اوسه شپږ ځانمرګي برید ګر وژل شوي، خو لاهم جګړه پای ته نده رسیدلې او د یو تن ځانمرګي لخوا مقاومت روان دی.نوموړي وویل، پدې پېښو کې پنځه پولیس هم وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي.د پکتیا امنیه قوماندان زیاتوي چې پدې بریدونو کې نهه ملکي وګړي هم برسیرن ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG