افغان امنیتي چارواکي وایي چې په کابل کې پر امریکایي پوهنتون د تیرې شپې بريد او د پوهنتون دننه تصفیوي عملیات پای ته رسېدلي. د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي څیړنو د څانګې مشر فریدون عبېدي نن(پنجشنبه) مشال راډیو ته وويل چې په پېښه کې د دوو بريد ګرو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي چې اووه يې زده کوونکي،