د کوټې په لوی سرکاري روغتون کې د ګل/دوشنبې ورځ له ځانمرګي بم بريده او ورپسې په ډزو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۳ تنو ته رسېدلی او ۳۰ نور ژوبل دي. په وژل شویو کې د چمن ښارګوټي دوه وکیلان عسکر خان او اېمل خان هم شامل دي چې مړي یې خپل پلرني ټاټوبي ته رسول شوي. پر دې مهال خلکو له هغوی سره د پیوستون په موخ