د چارسدې تحصیل، ابازۍ تحصیل امونه دوسېره، چونسه، لنګړه، الماس او ګڼو نور ډولونه په پخېدو راغلي او ځايي کروندګرو یې د شوکولو بهیر پیل کړی دی. یوه ځايي کروندګر مشال راډيو ته وویل، په ابازو کې کلنۍ نژدې اتیا زره پېټۍ امونه اخلي چې نه یوازې د ملک دننه بلکې افغانستان او بهرنیو هېوادونو ته هم استول کېږي.