د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: پر امريکايي پوهنتون په بريد کې ۱۵ کسان وژل شوي


کابل: پر امريکايي پوهنتون په بريد کې ۱۵ کسان وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:01 0:00

افغان امنیتي چارواکي وایي چې په کابل کې پر امریکایي پوهنتون د تیرې شپې بريد او د پوهنتون دننه تصفیوي عملیات پای ته رسېدلي. د کابل د امنیې قومندانۍ د جنایي څیړنو د څانګې مشر فریدون عبېدي نن(پنجشنبه) مشال راډیو ته وويل چې په پېښه کې د درېو بريد ګرو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي چې اووه يې زده کوونکي، دوه د پوهنتون ساتونکي او درې ملي پوليس دي. د نوموړي په خبره په پېښه کې نهه پوليس ټپيان شوي دي. عبېدي زياتوي، په پېښه کې ۳۵ زده کوونکي او ولسي وګړي هم ټپيان شوي چې زياتره يې له کړکيو او دېوالونو څخه د راغورځېدو يا چپه کېدو پر مهال خوږ شوي دي.وېډیو او اېډېټ: ولي سباوون

XS
SM
MD
LG