په پاکستان کې د امریکا سفارت د ولسمشر بااراک اوباما یو ویډیويي پېغام خپر کړی چې په کې نوموړي د اسلام د ستر پيغمبرحضرت محمد(ص) په شان کې د سپکاوي فلم غندنه کړيده او وايي، او زیاتوي،چې امريکا د ټولو مذهبونو په احترام يقين لري.
ولسمشر باراک اوباما په خپل دغه ویډيو پيغام کې دا هم وویل، چې امريکا د یو خپلواک هیواد په توګه د جوړيدو له لومړۍ ورځې راهیسې د نړۍ د ټولو مذهبونو درناوﺉ او دهر ډول مذهبي سپکاوي غندنه کوي.