د یولسم سپټمبر تلین په چوپتیا شېبه سره لمانځل کېږي
د امریکا ولسمشر باراک اوباما او لومړۍ مېرمنې میشل اوباما په سپینه ماڼۍ کې د ګهیځ په ۸:۴۶ بجو د یولسم سپټمبر تلین د چوپتیا شېبه سره ولمانځلی. د ۲۰۰۱م کال په ۱۱م سپټمبر لومړۍ تېښتول شوې الوتکه له جهاني تجارتي مرکز سره وجنګول شوه. اوباما وروسته د پېنټاګون لخوا د یادګېرنې مراسمو پر مهال په خپله وینا کې وویل چې امریکا اوس ډېره خوندي ده. په نیویارک کې هم د هغې ورځې له بریدونو د ځپل شويو لپاره د یادګېرنې مراسم ترسره شول. اې پي ویډيو