د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ملګرو ملتونو په خپله تازه وینا کې اوسنی لانجمن فلم وغانده چې په کې د اسلام پر ستر پېغمبر حضرت محمد (ص) ملنډې وهل شوې، نوموړي دا یوه پارونکې کړنه بللې.
کرزي دا هم وویل چې دی د پاکستان مهم کردار ته هیله من دی چې د سیمې په امن راوستو کې یې ترسره کولای شي. او د ده په خبره په افغانستان کې امن د نړۍ، سیمې او پاکستان لپاره هم مهم دی.
ولسمشر حامد کرزي وویل د افغانستان ولس له تره ګرۍ سره د مبارزي په لړ کې لوی تاوانونه ګاللي دي.