امریکا باګرام زندان افغان حکومت ته وسپارلی
د روانې سپټمبر میاشتې په لسمه نېټه امریکایې ځواکونو د باګرام زندان چارې افغان حکومت ته وسپارلې. دا په افغانستان کې یوازنۍ لوی زندان دی چې د امریکانانو له خوا سمبالېده. د امریکایانو له خوا خپل افغان ملګري د مسیولیتونو د سپارلو په بهیر کې دا یو له مهمو ګامونو بلل کېږي او خپله ولسمشر حامد کرزي هم افغان حکومت ته د باګرام زندان سپارل د افغانستان د ملي حاکمیت په برخه کې یو مهم ګام وباله. خو امریکایي چارواکي وايي، دوی اوس هم واک د افغانانو د نیولو او حراستولو واک لري. اې پي ویډيو