د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ښوونځيو، پوهنځیو او پوهنتونونو زده کوونیکو د دغه ښار له هنه اوړکه تر کوټې ښار په پلي ولاړ چې موخه یې د دغه صوبې د لرغوني مهر ګړ تهذیب خوندیکول او ژغورل وو. د ایوب ترین ویډيو
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ته د بلوچستان حکومت دغې صوبې ته د داخیلېدو اجازه نه ده ورکړې او هغه یې د کوټې له هوایي ډګره کراچۍ ته ستون کړی دی. نوموړی د تری تم کړل شویو بلوڅانو لپاره په احتجاجي ناسته کې د ګډون لپاره تلو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې مخکښې ثنا اعجاز (د خان شهيد په نظر کې د مېرمنو د سياسي او ټولنيز کردار ارزښت) تر سرليک لاندې يوه ليکنه کړې.
د تعليم، ساينس او کلتور لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (يونيسکو) د پاکستان په چترال سيمه کې د کالاش قبيلې يو رسم غېر مادي کلتوري ورثه ګرځولې ده. د سوري جاګک په نوم دغه رسم د يوې ۲۴ کسيزې کمېټې پر سپارښتنه کلتوري ورثه وګرځول شو. احمد شاه اعظمي د کمېټې له غړي طارق احمد خان نه پوښتلي چې دا رسم څه دی؟
څوک ریښتا وايي، امریکا که پاکستان؟
له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي چې د وژل شوي پولیس افیسر طاهر داوړ مړی موندل شوی دی خو کورنۍ ته يې لا نه دی سپارل شوی.
د بې پولو خبريالانو ټولنه او د پاکستانيو خبريالانو مرکزي اداره پي اېف يو جې واييپه پاکستان کې يوشمېر خبريالانو په دا وروستيو کې خپل روزګارونه له لاسه ورکړي دي چې د اندېښنې وړ خبره ده.
د طاهر بوډۍ مور، مېرمن او د هغه اووه ماشومان د خپل پلار ستنېدو ته لالهانده دي. د هغه وړه لور فاطمه بیا بیا له هر چا تپوس کوي چې پلار به یې کله راځي.
شمالي وزیرستان کې د تېلو لټون چینانيي کمپنۍ څلور کارکوونکي وژل شوي
په بلوچستان کې ۱۳ زره ښوونځي د استادانو د غیرحاضرۍ او بدانتظامۍ له کبله تړلي پراته دي. له کوټې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین یې راپور لري.
د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ په اندرکوڼ سیمه کې د شرابو جوړولو او ساتلو له پاره له سترو ډبرو چاټۍ جوړې شوې وې ...
عبدالجبار قهرمان د محمد حسن زوی په ۱۹۵۹م کال دکندهار په سپین بولدک کې زېږېدلی و او د کابل له حربي پوهنتونه یې زده کړې ترلاسه کړې وې.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته