د لاسرسي ځای

تازه خبر

څوک ریښتا وايي، امریکا که پاکستان؟


څوک ریښتا وايي، امریکا که پاکستان؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نومبر پر اتلسمه له فاکس نيوز سره په مرکه کې وويل پاکستان ترې پیسې اخيستې دي خو د ترهګرۍ پرضد جګړه کې یې هېڅ کار نه دی کړی. وزيراعظم عمران خان يې په ځواب کې وويل نور به د امريکا په غوښتنه کارونه نه کوي. هغه او د بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي په جلا جلا بيانونو کې د نومبر پر ۱۹مه د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستانيانو د قربانيوو ذکر وکړ خو په همدغه ورځ ورته ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټويټر له لارې ورياده کړه چې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرۍ ډلې القاعده مشر اسامه بن لادن هستوګنه د دې مثال دی چې اسلام اباد په بيليونونو ډالر اخيستي دي خو په بدل کې یې هېڅ کار نه دی کړی. په دې اړه بشير ګواښ د سياسي چارو له پوه ډاکټر محمد تقي سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلې چې په دې ناندريو کې کومه خوا ریښتيا وايي؟

XS
SM
MD
LG