د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پلار به مې کله راځي'


حکومت هغه د ترهګرۍ، ځانمرګیو بریدګرو او د سلګونه جنایتکارانو پروړاندې د بې ساري ننګ ښودلو په توګه ستایلو.

خو چارواکي او دجګپوړي پولیس افسر طاهر داوړ کورنۍ د هغه په لټون پسې لالهانده دي. نوموړی په پلازمېنه اسلام اباد کې د نومبر پر ۲۶مه نېټه ناڅاپه تری تم شو.

د هغه ورور احمد الدین داوړ وايي، د خېبر پښتونخوا پولیس چارواکیو ورته ډاډ ورکړی دی چې د هغه د موندلو لپاره خپل ټول وس کوي. نوموړی د پېښور مشر پولیس چارواکی وو.

له مشال راډيو سره په خبرو کې احمد الدین د خېبر پښتونخوا پولیس مننه وکړه چې د ورور موندلو لپاره یې خپلې ټولې هڅې کوي. خو تر اوسه یې د ورور هېڅ څرک نه دی لګېدلی. دی وايي چې د ۲۶م اکتوبر په مازیګر یې د ورور موبایل ګل شو خو د دا بلې ورځې په ګهیځ یې موبایل یو لږه شېبه خلاص شو او کورنۍ ته یې تش یو وړوکۍ پیغام لېږلی دی.

پیغام وايي، ”زه په جهلم کې له سرای عالمګیر سره یم (دا د پنجاب ختیځ کې له اسلام اباد سره جوخت ښار دی.“

د احمدین په خبره، ”که څه هم دا پیغام یې دا ورور له فونه راغلی خو د لیکلو انداز د ده نه دی. له ۲۷ م اکتوبر پس یې هېڅ حال نه لرو. “

اېس پي طاهر داوړ
اېس پي طاهر داوړ

طاهر په ۱۹۹۵ ز کال د وړوکي پولیس افسر په توګه خپله دنده پیل کړې او په دا وروستیو کې د ګڼې ګوڼې یوه لوی ښار پېښور چې څه نا څه څلور میلیونه وګړي پکې اوسېږي د هغه د لوی پولیس افسر (سپرنډنټ پولیس) تر څوکۍ ورسېدلو.

د خېبر پښتونخوا مرستیال انسپکټر جنرل محمد ظفر علي وايي، د هغه په ورکېدو پولیس سخت اندېښمن دی.

”طاهر یو پیاوړی او تکړه پولیس افسر وو. موږ اندېښمن یو چې څنګه ناڅاپه تری تم شو. “ له پاکستاني شخصي ټي وي هم نیوز سره په خبرو کې نوموړي وویل، ”دی یو بې شانه پولیس افسر وو، دوه ځلي له ځانمرګیو بریدونه روغ وتی وو او په زړورتیا ورته تر ټولو غوره جایزه ورکړل شوې وه. “

طاهر د بنوپولیسو ک د خپلې دندې پر مهال ښه نوم ګټلی دی. د خیبر پښتونخوا په جنوب کې دغه ګردجن ښار له شمالي وزیرستان سره پوله لري چېرته چې طالبانو او د هغوی ټلوالې القاعدې څه باندې یوه لسیزه خپل واک چلاوه.

د طاهر بوډۍ مور، مېرمن او د هغه اووه ماشومان د خپل پلار ستنېدو ته لالهانده دي. د هغه وړه لور فاطمه بیا بیا له هر چا تپوس کوي چې پلار به یې کله راځي.

په ۲۰۰۹ ز کال کې د طاهر یوه ساتونکي ځانمرګي ته په ورغاړېوتو پر ده خپل سر وښندلو. اسلام اباد هغه ته قاید اعظم تمغه ورکړې چې پولیس چارواکیو ته په بې ساري ننګ ښودلو ورکول کېږي. نوموړی بنو ته جوخت له جنایتکارانو سره په نښته کې ډېر سخت ژوبل شوی هم وو.

هغه په جنوبي سوډان کې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ماموریت کې د پاکستان استازیتوب هم کړی دی. علي وايي چې دی د خېبر پښتونخوا پولیسو یوه ریښتونې شتمني یا اثاثه ده.

دی وايي چې د طاهر بوډۍ مور، مېرمن او د هغه اووه ماشومان د خپل پلار ستنېدو ته لالهانده دي. د هغه وړه لور فاطمه بیا بیا له هر چا تپوس کوي چې پلار به یې کله راځي.

که څه هم د هغه کورنۍ او پولیس چارواکي د طاهر د ورکېدو په تړاو هیچا ته ګوته نه نیسي خو په بنو او شمالي وزیرستان کې فعالان خپل غږ راباسي.

په جنولي وزیرستان کې د ځوانانو یوې ډلې مشر نور اسلام داوړ پر پاکستانۍ زورورې جاسوسي ادارې د هغه د نیولو تور پورې کوي. نوموړي په بنو کې د اکتوبر پر ۲۸مه نېټه یوې احتجاجي مظاهرې ته په وینا کې وویل، ”دا یې د اېماندارۍ، بهادرۍ او مسلکیتوب صله وه. “

د پاکستانۍ استخباراتي ادارې او پوځ نظر اخیستنه شونې نه ده. خو په تېر کې هغوی په پراخه پیمانه په جبري ورکولو کې له ښکېلتیا په کلکه انکار کړی دی.

په وروستیو کې د مشکوکو اسلامي تندلارو، بېلتونپالیو، فعالانو او ولسي وګړیو جبري ورکېدنې پراخ احتجاجونه راپارولي او ګڼې مقدمې یې عدالتونه ته تللې دي. د بشري حقونو نړیوالو څارونکیو پر اسلام اباد د دغه قضیې هوارولو ږغ کړی دی. له دې برسېره، یوهسرکاري – ګومارلي مشن ویلي چې لاهم په زرګونه پاکستاني وګړي تری تم دي.

احمدالدین هیله ښودلې چې د هغه د ورور قربانیو ته په کتو دی هیله من دی چې طاهر به زر له خپل ټبر سره یوځای شي. دی زیاتوي چې، ”ورور مې د پاکستاڼي حکومت په چوپړ یا خدمت کې ډېر کړاونه ګاللي دي. “

یادګېرنه: دا ابوبکر صدیق دا لیکنه پر ګندهار وېبسایټ خپره شوې

https://gandhara.rferl.org/a/pakistan-police-officer-s-disappearance-stumps-colleagues-family/29575532.html

XS
SM
MD
LG