د تعليم، ساينس او کلتور لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (يونيسکو) د پاکستان په چترال سيمه کې د کالاش قبيلې يو رسم غېر مادي کلتوري ورثه ګرځولې ده. د سوري جاګک په نوم دغه رسم د يوې ۲۴ کسيزې کمېټې پر سپارښتنه کلتوري ورثه وګرځول شو. احمد شاه اعظمي د کمېټې له غړي طارق احمد خان نه پوښتلي چې دا رسم څه دی؟
څوک ریښتا وايي، امریکا که پاکستان؟
له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي چې د وژل شوي پولیس افیسر طاهر داوړ مړی موندل شوی دی خو کورنۍ ته يې لا نه دی سپارل شوی.
د بې پولو خبريالانو ټولنه او د پاکستانيو خبريالانو مرکزي اداره پي اېف يو جې واييپه پاکستان کې يوشمېر خبريالانو په دا وروستيو کې خپل روزګارونه له لاسه ورکړي دي چې د اندېښنې وړ خبره ده.
د طاهر بوډۍ مور، مېرمن او د هغه اووه ماشومان د خپل پلار ستنېدو ته لالهانده دي. د هغه وړه لور فاطمه بیا بیا له هر چا تپوس کوي چې پلار به یې کله راځي.
شمالي وزیرستان کې د تېلو لټون چینانيي کمپنۍ څلور کارکوونکي وژل شوي
په بلوچستان کې ۱۳ زره ښوونځي د استادانو د غیرحاضرۍ او بدانتظامۍ له کبله تړلي پراته دي. له کوټې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین یې راپور لري.
د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ په اندرکوڼ سیمه کې د شرابو جوړولو او ساتلو له پاره له سترو ډبرو چاټۍ جوړې شوې وې ...
عبدالجبار قهرمان د محمد حسن زوی په ۱۹۵۹م کال دکندهار په سپین بولدک کې زېږېدلی و او د کابل له حربي پوهنتونه یې زده کړې ترلاسه کړې وې.
د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چودري ويلي چې حکومت به د توانايي په نرخونو کې زياتوالی راولي. د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د اقتصاد له ښوونکي ډاکټر معراج الحق سره په همدې اړه مرکه کړې
د شنبې پر ورځ د پاکسان سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن او د عاصمه جهانګير قانوني ادارې په ګډه د هغې پر شخصيت او مبارزه باندې يو کانفرنس جوړ کړ.
نن د اکتوبر پر ۱۱مه د ماشومانو نجونو نړيواله ورځ لمانځل کېږي. د دې ورځې مقصد ماشومانې نجونې نجونې د تعليم او هنر په ګاڼه سنبالول او دوی ته په ټولنه کې د يو مساوي وګړي حق ورکول دی. په همدې تړاو احمد شاه اعظمي ځانګړې خپرونه وړاندې کوي چې مېلمانه يې ضياوالدين يوسفزی، عارف تبسم او جميله پالوال دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته