د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني خبریالان ولې له کارونو اېستل کېږي؟


د بې پولو خبريالانو ټولنه او د پاکستانيو خبريالانو مرکزي اداره پي اېف يو جې واييپه پاکستان کې يوشمېر خبريالانو په دا وروستيو کې خپل روزګارونه له لاسه ورکړي دي چې د اندېښنې وړ خبره ده.

د پاکستانیو خبريالانو مرکزي اتحاديه (فېډرل يونين اف جرنلسټس) وايي په تېرو څو اونيو کې سلګونه خبريالان له رسنيو اېستل شوي دي. د اتحاديې جنرل سکټري ايوب جان سرهندي په خبره د رسنيو مالکان دا وخت له غټ مالي بحران سره مخامخ دي.

نوموړي په سېشنبه له مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې موجوده حکومت رسنيو ته په اشتهاراتو ورکولو بنديز لګولی نو ځکه له مالي بحران سره مخ دي:

''مالکان اوس خبريالانو ته تنخواګانې نه ورکوي ځکه چې د رسنيو مالکانو ته اشتهارات نه ملاوېږي او په سلګونه خبريالانو روزګارونه له لاسه ورکړل. پر دې سربېره په صحافت غېراعلانيه بنديز دی نو د رسنيو مالکان خبريالانو ته له دې وجې هم تنخواګانې نه ورکوي چې خبريالان د دغه بنديزونو خلاف احتجاجونه وکړي خو له بده مرغه په دې احتجاجونو کې بيا مالکان له خبريالانو سره نه ودرېږي.''

د رسنيو مالکانو پر دې اړه څه نه دي ويلي خو د پاکستان د يو شخصي ټي وي د روانو چارو د يو پروګرام پخوانی کوربه او خبريال مطيع الله جان پرون مشال راډيو ته وويل چې هغه له خپلې څوکۍ استعفا نه ده ورکړی بلکې ويستل شوی. نوموړي تور پوری کړ چې د ۲۰۱۸ م کال په انتخاباتو کې د غير جمهوري قوتونو د لاسوهنې په ډاګه کولو له کبله خبريالانو ته دغه سزاګانې ورکړل کيږي . نوموړي تور پورې کړ چې رسنۍ پر دې مجبوره کړل شوي چې يو جالي مالي بحران رامنځته کړي او هغه خبريالان لرې کړي چې په موجوده حکومت او غير جمهوري قوتونو نيواکې کوي:

''زما اشاره د پوځي اسټېبلېشمنټ لور ته ده.هم دوی دا وخت رسنۍ له مالي بحران سره مخ کړي دي. ځکه چې دې رسنيو په انتخاباتو کې د موجوده حکومتي ګوند تحريک انصاف په ملاتړ د امنيتي ادارو درغلۍ په ډاګه کړې.''

په پاکستان کې د بې پولو خبريالانو ادارې استازي اقبال خټک پرون مشال راډيو ته وويل چې له رسنيو په دومره زيات شمير کې د خبريالانو ويستل د جمهوريت او ولس په تاوان دي:

موږ هڅه وکړه چې د خبريالانو ادارو لخواد لګېدلو تورونو په اړه د رسنيو له مالکانو او حکومتي چارواکو سره هم خبرې وکړو خو بريالي نشو . البته په تېرو وختونو کې د رسنيو مالکانو، حکومت او پوځ دغهتورونه رد کړي دي. او د پاکستان وزيراعظم او اطلاعاتو وزیر ويلي دي چې د سرکاري هغو په ګډون ټولې رسنۍ به بشپړ ازادې وي.

XS
SM
MD
LG