د لاسرسي ځای

تازه خبر

قهرمان به ویل: ځواکونه ډېر لرو خو ستونزه په مشرتابه کې ده


فایل فوټو
عبدالجبار قهرمان له جګپوړیو افغان پوځيانو سره د هلمند هوايي ډګر کې.
فایل فوټو عبدالجبار قهرمان له جګپوړیو افغان پوځيانو سره د هلمند هوايي ډګر کې.

کابل حکومت په ۲۰۱۶ م کال عبدالجبار قهرمان ته په هلمند کې د دولت ضد وسله والو ځپلو قومنداني وسپارله چې د افغانستان یو له تر ټولو خطرناکو ولایتونو ګڼل کېږي.

۵۸ کلن عبدالجبار قهرمان په داسې حالاتو کې هلمند ته تللی وو چې له ایران او پاکستانۍ بلوچستان صوبې سره پر ډیورنډ کرښه پروت د دغه ولایت ډېرې پراخې برخې د مخالیفو وسله والو ولکې ته لوېدلې وې.

په هلمند کې د اوپراتیفي قومندان په توګه له ګومارل کېدو سره سم د ۲۰۱۶م کال پر ۲۷مه جنورۍ قهرمان له افغان چارواکیو او سرتېرو سره په خپله وینا کې ژمنه وکړه چې د’جایزو او جزا‘ یو سخت سیسټم به پلی کوي. هغه به ویل که یوه سرتېري د جګړې په ډګر کې مېړانه وښودله نو له’سربازۍ به یې جنرالۍ‘ ته لوړ کړي.

قهرمان ته په پښتو کې اتل وايي، نوموړي دغه نوم په اتیامه لسیزه کې د جګړې پر مهال ګټلی وو.

قهرمان ویل، د ولسمشر اشرف غني په امر په هلمند کې دنده سپارل شوې او دا واک ورکول شوی چې بې له وېرې یا سپارښه به د ’جایزو او جزا‘ چارې پرمخ وړي. د ده وینا که د یوې ورځې لپاره پر دنده وګمارل شي هم خو له خپلو اصولو به سرغړونه و نه کړي.

قهرمان د هلمند غوندې خطرناکه ولایت کې د امنیت چارې سمبالولې چې د افغانستان یو له کړکېچنو ولایتونو څخه ګڼل کېږي، همدا ولایت د کوکنارو د کرکېلې او نشه توکيو قاچاقولو په یوه نړیوال مرکز اوښتی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له راتلو پس نوموړی جلاوطنه شو خو د طالبانو رژیم له نسکورولو بس خپل هېواد ته ستون شو او په ۲۰۰۵ م کال د ولسي جرګې غړی وټاکل شو. په ۲۰۱۰م کال بیا د ولسي جرګې غړی شو او پر افغان ټي وي ګانو یو له تکړه سیاسي شنونکیو ګڼل کېدلو. هغه به تل پر ټي وي ګانو د وطنپالنې، نظم او روڼوالي خبره کوله.

قهرمان به تل ویل چې موږ ځواکونه ډېر لرو، خو ريښتونې ستونزه د مشرتابه ده.

عبدالجبار قهرمان د محمد حسن زوی په ۱۹۵۹م کال دکندهار په سپین بولدک کې زېږېدلی و او د کابل له حربي پوهنتونه یې زده کړې ترلاسه کړې وې.

نوموړی په اتیامه لسیزه کې د خلق ډموکراتیک ګوند په واکمنۍ کې د افغان ملي اردو قومندان وو او رتبه یې تر تورن جنرال رسېدلې وه.

قهرمان ته په پښتو کې اتل وايي، نوموړي دغه نوم په اتیامه لسیزه کې د جګړې پر مهال ګټلی وو.

عبدالجبار قهرمان د چارشنبې سهار بجې په لښکرګاه ښار کې په خپل دفتر کې په یوهچاودنه کې ووژل شو. د هلمند پولیسو یوه چارواکي ویلي، باروت د هغه په چوکۍ کې اېښودل شوي ول.

عبدالجبار قهرمان څنګه ووژل شو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG