مېشېل اوباما په خپلو خبرو کې د تعليم د نړيوالې مبارزې، د سوات د ملالې يوسفزۍ او په نايجيريا کې د هغو ۲۰۰ سکول ته تلونکيو جينکو، چې د بوکو حرام په نوم د اسلامي سخت دريځې ډلې د غړيو لخوا تښتول شوې وې، يادونه وکړه.
"ما ته داسې برېښي لکه چې موږ اوس هم په لېږدوونکي یا انتقالي دور کې یو، موږ لا هم له شوروي پېره نه یو راوتلي. "
د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په خيبر پښتونخوا کې د يوې ټولنې جوړېدو په اړه اورئ چې هدف يې د پاکستان او افغانستان د پښتنو تر مينځ د اړيکو ښه کول او پښتني ادب او کلتور ته وده ورکول دي. په خپرونه کې، چې هارون باچا يې جوړوي، له څو سندرو هم خوند اخلئ.
هر کال د سېپټېمبر میاشتې د درېیمې اوونۍ د نهې یا سې شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې یا جنرل اسمبلۍ نړیواله غونډه پیلېږي چې پکې د ملګرو ملتونو د غړو ټولو هېوادونو استازي موجود وي.
هر کال د سېپټېمبر میاشتې د درېیمې اوونۍ د نهې پر ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې یا جنرل اسمبلۍ نړیواله غونډه پیلېږي چې پکې د ملګرو ملتونو دغړو ټولو هېوادونو استازي موجود وي.په دې غونډه کې د هېوادونو مشران او استازي نړۍ دورپېښو مسلو په اړه بحث کوي او د بېلا بېلو ستونزو د هواري لارې چارې لټوي.
د پېښور په بډه بیره کی پر یوه حجره د نامعلومه وسلوالو په لاسي بم برید کی پنځه ماشومان ژوبل شوي دي او د یوه بل تن د حجرې دیوال خوا کې بیا بېګا ماسخوتن یوه چاودنه شوې خو د سر زیان یې نه دی اړولی. پېښور کې د هدفي وژنو او د کورونو او حجرو خوا کې د بمي چاودنو پېښو لړۍ بیا زیاته شوې. د غلام غوث راپور
متحده سلطنت « یوکې» چې پکې انګلېنډ، آیر لېنډ، سکاټلېنډ او وېلز شامل دي، په دوی کې یو سکاټلېنډ یې نن د سیپټېمبر پر اتلسمه نېټه د ازادۍ لپاره ټولپوښتنه «ریفرینډم»کوي. خو سکاټلېنډیان ولې بېلېدل غواړي. پر دې موضوع په لندن کې مېشت د سیاسي چارو کارپوه نور الله اتل سره عبدالحي کاکړ مرکه کړې
نجیبه لېمه د بي بي سي لندن په جهاني راډيو کې د ژورنالزم ښوونځي اېډيټره ده. دغه ښوونځۍ په ګڼو ژبو کې وېبسایټونه لري چې خپلو مېنوالو ته د هغوی په خپلو ژبو کې د خبریالیتوب په باب عامه پوهاوی ورکوي. یانې یو ژورنالیسټ باید په خبر، راپور او فیچر جوړولو کې څنګه ژبه وکاروي چې ګڼ خلک پرې پوه شي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو په بنو کې له شمالي وزېرستانه د بې کوره کړل شوو کډوالو په ڼزدې دوه نیم سووه کورنیو کې د نغري پر سر د درې درې زرو روپو نغدې مرستې ووېشلې. هغوی وویل چې تر چې یې د خپلو وروڼو ستونزې نه وي هوارې شوې، په ارام به نه کښېني.
د غازي امان الله خان په نوم د کرکټ دا سيالۍ به شل ورځې دوام وکړي چې هر ټيم به په کې درې ، درې لوبې د سياليو ټيمونو سره ولوبوي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته