په پاکستان کې د اګست میاشتې له نیمايي راهیسې د تحریک انصاف او عوامي تحریک مشرانو احتجاجي ناستې روانې دي. عمران خان او طاهر القادري دواړه د وزیراعظم نواز شریف د استعفا غوښتنه کوي او په نظام کې د بدلون خبره کوي.
په پاکستان کې د اګست میاشتې له نیمايي راهیسې د تحریک انصاف او عوامي تحریک مشرانو احتجاجي ناستې روانې دي. عمران خان او طاهر القادري دواړه د وزیراعظم نواز شریف د استعفا غوښتنه کوي او په نظام کې د بدلون خبره کوي. مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
له قدرتي افتونو سره د مبارزې قامي اداره وايي، د پشکال بارانونو له کبله د پنجاب په لاهور، سیالکوټ او ګجراواله او د کشمیر په باغ، راولا کوټ او کوټلي کې د کورونو د چتونو او دېوالونو نړېدو په پېښو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، که د پاکستان موجوده سیاسي بحران په نتیجه کې ایین مات کړل شو نو هېواد به هم ورسره مات شي.
په روان وخت کې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې دېرش زره او اوه سوه عسکر لري او ولسمشر براک اوباما غواړي چې د روان عیسوي کال په پای کې خپل ۹۸۰۰ عسکر په دې هېواد کې وساتي.
عمران خان غواړي د هېواد په انتخاباتي نظام کې د درغليو مخه ونيسي، او له بلې خوا طاهر قادري د داسې يوه حکومتي نظام معارفي کولو خبره کوي چې يوازې هم دی يې په اړه مالومات لري.
پخوا به تل ولسواکي له منځه تلله او سیاسي ګوندونه به یې د بیا پرځایکولو لپاره راټولېدل خو نن ولسواکي غښتلې او پر ځای ولاړه ده، څوک یې تغر نشي ټولولای،
د قادري او عمران پلویان په وسلو سمبال دي، هغوی له ځان سره کوتکې، مېخټومبلي سوټیان، غولېلونه، وسپینه پرېکوونکي اوزارونه راخیستي، دا اوزارنه نه بلکې درستې او وسلې دي.
پاکستان به یو وفاق وي، یو ایین به لري، په دغه ملک کې مېشت ټول ولس به تر قانون لاندې اییني او بشري حق لري. د پاکستان په سیاست کې به د پوځ هېڅ لاسوهنه نه وي. او په دې هېواد کې به یوازې واک له ولس سره وي.
په پاکستان کې د روان سياسي بحران په اړه د دی هېواد زياتره سياسي ګوندونه وايي، چې دوی له جمهوريت سره ولاړ دي او هېڅکله به هم جمهوريت له پټلۍ غورځېدو ته پرېنږدي. زموږ همکار اسرار عالم مومند د ځینو سياسي ګوندونو له غړو سره خبرې کړي
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته