د پېښور په بډه بیره کی پر یوه حجره د نامعلومه وسلوالو په لاسي بم برید کی پنځه ماشومان ژوبل شوي دي او د یوه بل تن د حجرې دیوال خوا کې بیا بېګا ماسخوتن یوه چاودنه شوې خو د سر زیان یې نه دی اړولی. پېښور کې د هدفي وژنو او د کورونو او حجرو خوا کې د بمي چاودنو پېښو لړۍ بیا زیاته شوې. د غلام غوث راپور
متحده سلطنت « یوکې» چې پکې انګلېنډ، آیر لېنډ، سکاټلېنډ او وېلز شامل دي، په دوی کې یو سکاټلېنډ یې نن د سیپټېمبر پر اتلسمه نېټه د ازادۍ لپاره ټولپوښتنه «ریفرینډم»کوي. خو سکاټلېنډیان ولې بېلېدل غواړي. پر دې موضوع په لندن کې مېشت د سیاسي چارو کارپوه نور الله اتل سره عبدالحي کاکړ مرکه کړې
نجیبه لېمه د بي بي سي لندن په جهاني راډيو کې د ژورنالزم ښوونځي اېډيټره ده. دغه ښوونځۍ په ګڼو ژبو کې وېبسایټونه لري چې خپلو مېنوالو ته د هغوی په خپلو ژبو کې د خبریالیتوب په باب عامه پوهاوی ورکوي. یانې یو ژورنالیسټ باید په خبر، راپور او فیچر جوړولو کې څنګه ژبه وکاروي چې ګڼ خلک پرې پوه شي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو په بنو کې له شمالي وزېرستانه د بې کوره کړل شوو کډوالو په ڼزدې دوه نیم سووه کورنیو کې د نغري پر سر د درې درې زرو روپو نغدې مرستې ووېشلې. هغوی وویل چې تر چې یې د خپلو وروڼو ستونزې نه وي هوارې شوې، په ارام به نه کښېني.
د غازي امان الله خان په نوم د کرکټ دا سيالۍ به شل ورځې دوام وکړي چې هر ټيم به په کې درې ، درې لوبې د سياليو ټيمونو سره ولوبوي.
مصطفا خان ترین د بلوچستان پښین ضلعې د ترین قبیلې سردار او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو صوبایي مشر او د بلوچستان په حکومت کې د بلدیاتو (ښاروالۍ) وزیر دی. مصطفا خان ترین وایې چې سیاست د ولس د خدمت لپاره کوي. د ده په خبره، که بل ژوند هم ولري نو وبه غواړي چې سیاستوال جوړ شي
کلیم الله د پاکستان د فوټبال تاریخ لومړۍ لوبغاړۍ دی کوم چې د یو لاک امریکایي ډالرو یا خوا وشا یو کروړ پاکستاني روپیو د یوه ګران بییه تړون له مخې د کرغېزیا په یوې لوبډلې کې شامیل شوی دی.
د بلوچستان پښتون مېښتې سیمې،چمن اوسېدونکی د فوټبال ځوان لوبغاړی کلیم الله وایې چې له یوې درنې معاهیدې وروسته دا وخت په کرغزېستان کې په لوبو کې بوخت دی او مخته هدف یې اوس اروپایي اتلولۍ دي.دی زیاتوي،د ده ګټلی مقام له خواریو اومحنت وروسته ممکن شوی دی.
شندانه همایو خان لوړې زدکړې په هند، امریکا او بریتانیا کې کړې او اوس په قامي کلیوال مرستندویه اداره « نېشنل رورل سپورټ پروګرام نېټورک» کې مشره ده، چې د کلیوالو سیمو تنظیم سازي کوي. شندانه خان مو سروی اونیزه خپرونه کې مېلمنه ده چې کوربنه یې ملیحه امیر زاده ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته